کور / شعر / کورنۍ جګړه ـ نظم

کورنۍ جګړه ـ نظم

ګوره چي جنګ کوي ځوانان ستا
ګوره چي ژاړي ټول زنان ستا
ګوره چي مري ټول کشران ستا
له پخوا دغه دی ګذران ستا
ګوره دا کرکه چي لوبيږي
ګوره دا بيره چي لوييږي
ګوره خپل ژوند ته چي تيريږي
داسي هميش درسره کيږي
د هر يتيم پر سر ګردونه
پر ګټل کيږي ملياردونه
مغرور سرونه زيات داغونه
ټول مينځل سوي دماغونه
د رهبرانو چي وعدې دي
دا د درواغو مېکدې دي
پلمه کوي ديني حقونه
يا يادوي درته فرقونه
دا چي ستايي درته نيکونه
دا يې د جنګ دي تاکتيکونه
په وينه مينځي سره لاسونه
وژني نو ځکه ولسونه
د کورنۍ جګړې ميخونه
تل يې درواغ دي تاريخونه
لويي کوچنۍ که څه جګړې دي
په مړ مسکين باندي مړې دي
چي د عسکرو قافلې دي
هغه خوراک د توپ د خولې دي
وينه غوښتونکي چي لانجې دي
و نابيناؤ ته رانجې دي
واوره مهم نصيحتونه
ليري له ځان کړه ظلمتونه
ختموه ژر عداوتونه
پر جګړه وايه لعنتونه
 
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۸مه نېټه، بون
 
يادونه: دغه نظم د ګنز اېنډ روزيز موسيقۍ ډلې د Civil War په نوم سندري څخه تر يوې اندازې ترجمه او الهام دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي له وېپلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه