کور / تازه خبرونه / د طالبانو لپاره ۲ کسه بم جوړوونکي ونيول شول

د طالبانو لپاره ۲ کسه بم جوړوونکي ونيول شول


د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ماله جات په سيمه کي دوه تنه بم جوړوونکي طالبان نيولي دي ، دا خبره د کندهار له هوايي ډګره د ناټو او ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا لراوبر ويبپاڼي په راليږل سوې خبرپاڼه کي ويل شوي ده . د ايساف د خبرپاڼي له مخي نيول کسان ملا نوراحمد او ملا عبدالرحمن نوميږي چي د ياد شوي کور په دروازه کي يې وسله وال ساتونکي هم لرل خو د عملياتو پر مهال يې جګړه نه ده کړې او چاته زيان نه دی رسيدلی . خبرپاڼه ليکي چي دغو کسانو د سړک دغاړي بمونو جوړولو لپاره کار کاوه .