کور / راپور / هند افغانستان ته د چابهار بندر له لاري په غنمو بار بېړۍ ولېږل

هند افغانستان ته د چابهار بندر له لاري په غنمو بار بېړۍ ولېږل

په دې ورستيو کي د کابل او نوي ډيلي د چارواکو ترمنځ راشه درشه ډېره سوې ده او يو غټ پرمختګ پکي دا ليدل سوی چې د افغان – هند سوداګرۍ کي نوي نوښتونه رامنځ ته سوي دي چي يو ئې هم د هند لخوا افغانستان ته د ايران د چابهار بندر له لاري د سوداګرۍ پيل دی.

د ايران د چابهار بندر د افغانستان لپاره د کراچۍ د بندر يو ښه بديل دی، په دې کار سره به افغانستان ترډېره د پاکستاني توکو او د پاکستان له لاري د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد لاره بدله سي. پاکستان په دې وروستيو کي د افغانستان پر صادراتو درې چنده ماليه لوړه کړه او افغان سوداګرو ته ئې سرخوږی جوړ کړ، په غبرګون کي ئې افغان ولسمشر اشرف غني حکم صادر کړ چي په افغان خاوره کي پاکستاني لارۍ يواځي د افغان ګمرکونو پوري تګ راتګ کولای سي له هغه وروسته به افغان لارۍ سوداګريز توکي د هيواد نورو برخو ته لېږدوي، تردې وړاندي پاکستاني لاريو د افغانستان په خاوره کي آن د منځني اسيا تر پولو پوري تګ راتګ کاوه.

په سوداګريزه برخه کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو د رامنځ ته کېدو وروسته افغان حکومت هند ته مخه واړول او په دې برخه کي ئې له هنده د لا زياتي همکارۍ غوښتنه وکړه او د هند سره ئې ځيني هوکړه ليکونه لاسليک کړه.

دا د هند له لوري په غنمو بار لومړنۍ بېړۍ ده چي د چابهار بندر له لاري افغانستان ته غنم لېږدوي.

د هند لومړي وزير نريندرامودي په خپله ټويټرپاڼه افغانستان او اېران ته ددې ګام د اوچتېدو مبارکي ورکړې ده.

نوموړي ليکلي: زه ايران او افغانستان ته ددې مبارکي ورکوم چي په غنمو بار بېړۍ د چابهار له لاري له کندلا څخه د افغانستان پرلور وخوځېده.

د افغان، هند او ايراني چارواکو په وينا دا په سيمه کي د سوداګرۍ او سيمه ايزي همکارۍ له مخي نوې پيلامه ده.