کور / اقتصادي / ماليې وزارت :د راتلونکي کال لپاره افغان ځواکونو ته له ملي بودجې نه د ۳۵ میلیارډه افغانیو د ورکړې اعلان وکړ

ماليې وزارت :د راتلونکي کال لپاره افغان ځواکونو ته له ملي بودجې نه د ۳۵ میلیارډه افغانیو د ورکړې اعلان وکړ

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، افغانستان د ځان بسیاینې پر لور ګړندي او اغېزمن ګامونه اخلي چې ښه بېلګه یې د دغه هېواد په کورنیو عواید کې د پام وړ زیاتوالی دی

د ښاغلي حکیمي په خبره دا مهال د افغان ځواکونو د لګښت لپاره له دیرش میلیاردو زیاتې افغانۍ له ملي بودجې ورکول کېږي، خو په عوایدو کې د پنځوس سلنې زیاتوالي له امله به دغه فیصدي نوره هم لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:د روان مالي کال تر پایه به زموږ کورني عواید د دوه زره څوارلسم کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر وي، موږ په مالیې وزارت کې له ارقامو او شمېرو سره ډېر دقیق یو، هرڅوک چې غواړي په دې برخه کې شک لري، موږ اماده یو او ښه راغلاست ورته وایو، په روان کال کې له ملي بودجې د افغان امنیتي ځواکونو ونډه ۳۰،۵ میلیارډه افغانۍ دي او په ۹۷ لمریز کال کې به دغه ونډه ۳۵ میلیارډو افغانیو ته ورسېږي.”

د مالیې وزیر په داسې حال کې له ملي بودجې د افغان ځواکونو د لګښت لپاره د زیاتې بودجې د ورکړې خبره کوي چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو ډېری مالي لګښت امریکا او نور نړیوال ملاتړي یې ورکوي.

صدیق الله پوپل