کور / راپور / اسرائيل او سعودي يو له بله اړيکي پاللي

اسرائيل او سعودي يو له بله اړيکي پاللي

د اسرائيلو د انرژۍ وزير يوفال شتاينتس وايي د عربي اسلامي هيوادونو سره ئې نورمالي اړيکي ساتلي چي په دې کي سعودي عربستان هم دی.

د يوفال په وينا د هغه عربي هيوادونو سره ئې اړيکي سمي کړي چي په سيمه کي د ايران د نفوذ او د هغه د سياستونو د په وړاندي د مخنيوي ګامونه اخلي. په ورته وخت کي د متحده عربي اماراتو د دفاع وزير عبدالله الهاشمي هم ويلي چي امارات او اسرائيل يو د بل په وړاندي د هيڅ خطر احساس نه کوي.

يوفال شتاينس د يوې اسرائيلۍ راډيو سره په مرکه کي دا هم ويلي چي اسرائيل د داډول اړيکو په ښکاره کولو د خجالت احساس نه کوي البته مقابل هيوادونه د اسرائيلو سره په اړيکو درلودلو شرميږي، خو اسرائيل په هر حال د د داډول پټو او محرمو اړيکو ساتلو ته درناوی لري.

ده زياته کړه: سعودي که څه هم يو دموکرات دولت نه دی خو په دې آخرو کي ئې په سيمه کي د ايران د نفوذ د مخنيوي لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي دي او د ايراني سياست دمهارولو لپاره د اسرائيلو سره په ګډه کار کوي.

اسرائيلي وزير دا هم وويل چي د لبنان د لومړي وزيرد استعفاء وروسته سياسي اوضاع اسرائيلو ته کوم جدي ګواښ نه سي پېښولی.

څه موده وړاندي د اسرائيلو لوی درستيز جنرال غادي ازينکوت ويلي وو چي تل ابيب چمتوالی لري ترڅو د سعودي او معتدلو عربي هيوادونو سره د ايران په وړاندي مالومات شريک کړي.

په ورته وخت کي د متحده عربي اماراتو د دفاع وزير عبدالله الهاشمي هغه ګنګوسې په کلکه رد کړې چي ويل کيږي د اماراتولپاره F35 امريکايي جنګي الوتکي اسرائيلو ته ګواښ پېښولی سی، ده وويل: دا بې منطقه خبره ده، اسرائيل او امارات يو پر بل د ګواښ هيڅ خطر نه احساسوي.

د امريکا د هوايي ځواک مرستيال قوماندان سټيفن ويلیسن ويلي وو چي هيواد ئې د متحده اماراتو سره د F35  جنګي الوتلو پر پېرلو خبري اتري کوي.

د اماراتو وزير دا هم وويل چي د ۱۹۶۷ کال جګړې وروسته د عربو او اسرائيلو پوځي کشمکش له منځه تللی دی او دده په وينا فکرنه کوم چي څوک دي بيا جګړه و غواړي، د فلسطنيانو او اسرائيلو ترمنځ جنجالونه هم بايد د خبرو اترو له لاري حل سي.

هاشمي زياته کړه : هيواد به ئې د اسرائيلو پر ضد په جګړه کي ښکېل نه سي، ځکه دواړه هيوادونه د امريکا په ورورګلوی په ايتلاف کي داخل دي او هيڅکله به يو پربل د جګړې اجازه ورنه کړي.