کور / شعر / ښکلا

ښکلا

په ښکلا کی جذبه اود زړه رغبت وی
زړه بایلل ښکلا ته د دلبر طراوت وی


دښکلا په مضمون هغه څوک ښه پوهیږی
چی په زړه کی د دلبرمینه اومحبت وی


ښکلا   د  ښکلو  د مینی   پیش امد   دی
ښکلا   د مینی   انګیزه د و صلت وی


ښکلا د مین زړه د زړه غټ سارق دی
ستنول د تللی زړه له تیږو هم سخت وی


ښکلا   ستاینه د معشوق د جمال دی
دښکلا نور او نمک ناز او نزاکت  وی


ښکلا د  ښکل  پسندو  ستر  انګیزه دی
د دلبر د نظر جلب مین  ته مسرت وی


زه (مل)  خپله د دلبر په دام کی  ګیر یم
اسارت د یار په  در کی نعمت   وی


جرمنی ۱۴-۷-۲۰۰۸