کور / تازه خبرونه / هلمنديان: ملي ګټي بايد د شخصي ګټو قرباني نسي

هلمنديان: ملي ګټي بايد د شخصي ګټو قرباني نسي

د هلمند سلګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د هيواد پر هغو سياسيونو  نيوکې وکړې، چي له واک څخه د لېرې کېدو وروسته يې د موجوده نظام نسکورولو هڅې روانې کړې دي.

د هلمند ولايت مقام څخه په خپره سوې يوه اعلاميه کي راغلي چي په ياده غونډه کي د حکومت په ملاتړ پر هغه کسانو نيوکي وسوې چي پت اوسنيو حالاتو کي ئې د نظام ضد دريځ خپل کړی او حکومت ته خنډونن ايجادوي.

په غونډه کې په ټولنيز چارو کې مرستیال او سرپرست والي حاجي بسم الله روحاني وويل: حکومت د ولسونو غوښتنو ته ځواب وايي خو د افرادو او اشخاصو د ګټو مخالفت کوي. دده په وينا ولسونه دي هم د خپل نظام ملاتړ وکړي څو د شخصي ګټو ښکار نسي.

د ځوانانو د پارلمان مشر آغامحمد قریشي وويل: خلکو ددې حکومت په جوړيدو قربانۍ ورکړي او اوس يې ټول ولسونه ننګه کوي، خو ځيني هغه اشخاص او افراد هم د نظام په ضد د لويي جرګې د جوړيدو غوښتنه کوي چي د هويت په تذکرو کې يې د اسلاميت او افغانيت کليمې نه منلې، نو خلک يې هم اوس نه غواړي.

قريشي زياته کړه، هغه څوک چې د نظام مخالفت کوي، په حقيقت کې د ولسونو او هيواد د پرمختګ غوښتوونکي نه دي او يواځې ورته خپلې شخصي ګټې مهمې دي.

نوموړي ګواښ وکړ، که په فساد او مافيا کې ښکېل کسان له خپل دې ډول هلو ځلو تېر نه سي، نو ولسونه به يې پر وړاندې تر دې هم تُند غبرونونه وښيي.

د اجرايه ریاست سلاکار حبيب الله سلطاني وويل موږ ددې حکومت له برکته ډيرې لاس ته راوړني لرو، سياسي پرمختګ، نړيوالي اړيکي، اقتصاد، لويي پروژي او ديته ورته نور پرمختګونه دي چې اوس يې ولسونه هيله مند کړي دي. 

هغه زياته کړه، ((د لويي جرګي جوړيدل د خلکو حق دی، خو اوس يې وخت ندی، جرګه هغه اشخاص غواړي چې له واک څخه لرې سوي دي او جيبونه يې خالي سوي دي.

غونډه کي يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو ګډون کړی وو او د ښځو په استازيتوب د پوهنتون استادې فوزيې علومي او مدني فعالې شګوفې نورزۍ وويل: د ولسونو پوهاوی ښه شوی د قوم او تنظيم په نوم يې د ګوتو په شمير خلک نه شي تير ايستلی او نه يې نور ملاتړ کوي.

هغوئ زياته کړه، خلک يوازي په دي عقيده دي چي دا حکومت دي خپل وخت پوره کړي او راتلوونکي کي تر ټاکنو پرته بل کار نلري، چي نوي مشران وټاکي.

د عبدالخالق خان په نوم يو تن قومي مشر وويل: لويه جرګه هغه خلک غواړي چي په کابل او بهرنيو هيوادونو کې لوړپوړي ودانۍ يې د ولسونو په وينو او معاملو جوړي کړي خو له اوسني حکومت سره دا اراده سته چي د فساد او ظلم مخه ونيسي. نوموړي غوښتنه وکړه، چي د مخالفت په ځای دي ددولت په ضد وسله والو سره د سولي په پروسي کار وسي او د نيمګړتياوو د اصلاح لپاره دي په ګډه کار وسي.