کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ( ايران = امريکا ) د جنګ سندري

( ايران = امريکا ) د جنګ سندري

Matthias Nass ليکونکی
ژباړه : نورمحمد غفوری


څخه Die Zeit له


د ايران د اتومی لانجې د حل پرېکنده اونۍ.  د پوځی حملې خطر په رښتيا څومره جدی دی؟  اروپايان غواړی چې امريکا بريک کړی. ولې له تهرانه د هيڅ  ډول انعطاف نښه نه  را ښکاری؟



محمود احمدي نژاد غواړي چې د خميني د انقلاب اور  له سره تازه کړي. اتومي جدال ورته سمه پلمه ده.
د اتخاباتو د  کمپاين  په يوه غونډه کښې  «جان ميکن» د «بربرې آن»  د «بيچ بايز»  د پخوانۍ سندرې ساز ته  د (بم، بم بم ــ بم پر ايران..) بدله په ناڅاپي او آرامه توګه زمزمه کوله. او ټول ورته له خندا شنه ؤ. د ولس مشرۍ د چوکۍ له پاره د جمهوريت غوښتونکو د ګوند د کانديد را تګ په انټرنيټ کښې په چټکۍ سره د موسيقي په پارچــه واوښت.
. ته ور وخېژولې. YouTube  ځينو شوقيا نو  بيا د هغو پخپل  زړه جوړ ې  موسيقي  پارچې بمي فضاپه داسې انتخاباتي کمپاين کښې چې لا تراوسه پر عراق د ناکامې پوځي حملې سيوري ورباندې پروت دي؟ 
لا تر اوسه هيڅوک نه شي وپلاي چې څنګه به  دا هېواد د عراق له ماتې څخه د راوتلو لار ومومي، ولې په واشنګټن کې  سم د لاسه دبلې جګړې په اړه بحثونه روان دي.  همدا اوس د سنا مجلس د ايران انقلابي ګارد د يوه تروريستي سازمان په حيث اعلان کړ او د ولت بيا  نوي او سخت بنديزونه په تهران ولګول.
آيا د فاندمنټاليستي اسلام سره په کشمکش ګې  د سوپر قدرت (زبر ځواک) د راتلونکي حملې زمينه برابره ده؟   ځينې  داسې پوښتي چې  که  دا اوسنۍ وضعه د عراق له جګړې تر مخه حالت سره پرتله کړو،  نو په کوم حالت کې قرار لرو: د ۲۰۰۲ کال په مني کښې، کله چې  د بوش ادارې مخکې تر مخه د جګړې تصميم نيولئ ؤ خو په همدې وخت کښې نړيوالې ټولنې زړه نازړه د حل  سوله ايزه لاره لټوله؟ 
نه، حالات دومره مخکې هم نه دي تللي، خو راتلونکې (څو)  اونۍ به د ايران د اتومي جنجال د    بهير د ودې په اړه پريکنده  وي.  دا  د باور وړده چې ولس مشر بوش له انجيلا مرکل سره  په کتنه کې وويل چې دئ د مسئلې ديپلوماتيک حل لټوي او د آلمان صدر اعظمې هم ډاډ ورکړ چې «موږ  به شريک کار سره کوو». پوښتنه داده چې په دې خبره به  ټينګ پاته شي؟    ځکه چې حالات په  مطلوب لوري نه خوځي. که څوک له هغو کسانو څخه معلومات واخلي چې له ايران سره په خبرو اترو کې مستقيمه برخه لري، له ژورې ناهيلۍ سره  به مخامخ شي:   وايي چې  «فعلا خو  ډير بد خبرونه تر غوږو کيږي»، 
د اتومي انرزۍ د نړيوالې ادارې رئيس – محمد البرادي- بايد د نوومبر د مياشتې تر پايه پورې په ويانا کښې خپل هغه راپور وړاندې کړي چې پکښې د ايران د رژيم له خوا د اتومي انرژۍ د پروګرام په اړه ټولو  پوښتنو ته د ځواب ورکولو چمتو والئ  څرګند وي.  البرودي د احتياط کارانو له ډلې دي،  هميشه يې د تصادم د مخنيوي هڅې کړي او  له دې تصور څخه ځان لرې ساتي چې ايران  «يو فوري خطر دي او چې موږ ته همدا اوس دا پريکړه په مخکې پرته ده،  چې يا ايران بمباري کړو  او يا بايد ورته دا اجازه ورکړو  چې اتومي بم ولري».  ده له «له لوماندې» سره په مرکه کې وويل  «موږ قطعا په داسې وضعيت کې قرار نه لرو.»
البته دده ګزارش به انتقادي وي، ځکه چې د تهران او د نړيوالې اتومي انرزي  د ادارې ترمنځ په اګسټ کې د منل شوي «کاري پلان» مواد به، چې ور پکې ايران په شفافيت مکلف شوي دي، نه هيروي.   هسې هم شکمن امريکايان چې په «کاري پلان» کې يې د ايران له خوا د وخت د ضايع کولو د يوې نوې هڅې پرته بل څه نه ليدل، ځان به حق په جانب وبولي او  البرودي به هم مجبورا په دې اعتراف وکړي چې خپلې  هيلې  يې تر سره نشواي کړاي. دي په دې ورځو کې  يو ځل بيا د تهران تګ ته اړ شو خو  ايرانيانو بيا هم خالي لاس پريښود.
د تهران د اتومي انرژۍ د خبرو اترو نوي مسئول  څرګند افراطي دي.
په تېره اونۍ کې د اروپايي اتحاديې  د بهرنيو چارو د مسئول  خاور سولانا سره  ليدنه کتنه ونه شوه. نوموړي د اروپا او امريکا په سپارښت له ايران سره مذاکره پر مخ بيايي. خاور  سولانا هم بايد  په نږدې راتلونکي کښې له ايران سره د خپلو خبرو اترو   وروستي رپوټ وړاندې کړي.   د ا ليدنه کتنه به،  لکه څنګه چې د آلمان دولت ايران ته ويلي دي، دسختو تعذيراتو د لګولو ترمخ «آخري چانس » وي. – ( اوس بېرته بيا  دنوي ملاقات له کېدو څخه خبري کيږي.)
عصبانيت په هر ځاي کښې مخ په زياتېدو دي. د ولس مشر احمدي نژاد له خوا د اکتوبر د مياشتې په پاي کې د علي لارجاني پر ځاي د خبرو اترو د پرمخبوولو د مشر په حيث دبهرنيو چارو د وزارت د مرستيال،  سيد جلالي،  ټاکلو د مباحٍثاتو فضا ته ګټه ونه رسوله. 
لارجاني يقينا افراطي نه دي، مګر په دې وتوانيد چې د بحث د پرمخ بوولو له پاره  د باور فضا رامنځته کړاي شي. د ايرا ن ولس مشر او دهغه له خوا داتومي  مباحثاتو د پرمخ وړلو مسئول چې په ۲۰۰۵ کال کښې يې ځان پخپله د ولس مشرۍ له پاره کانديد کړي ؤ، يوله بله سره ښکاره رقابت کوي.  که يو  د خبرو اترو له متقابل لوري سره  د  سازش  امکا نات سنجوي، دا بل بياپه همدې وخت کښې د ايران د اتومي تکنولوژي د پلټنو د ماتې خبر خپروي. 
د مباحثاتو د پرمخ وړلو نوي مشر، سيد جلالي، په  افراطيانو کې شميرل کيږي. د خاور سولانا او د آلمان د بهرنيوچارو د وزير، سټاين ماير،  سره په وروستي ملاقات کښې لارجاني او جلالي دواړو  يوځاي ګډون کړي ؤ.  لارجاني بحث پرمخ ووړ  او جلالي يې تر څنګ آرام ناست ؤ،  خو له سولانا سره په راتلونکي ليدنه کې بيا جلالي تنها ؤ. 
په ايران کې د ځواک له پاره  بې رحمه مبارزه روانه ده. له لارجاني نه ترمخ د ايران د اتومي مباحثو  مسئول پرمخ وړونکي او په آلمان کې د ايران پخواني سفير ، حسين مسوي، د مي په اوايلو کې  «له خارجي عناصرو سره د تماس» او د «معلوماتو د  ورکولو» په پلمه ونيول شو.  په اصل کې دا تش په نامه مخبر او يو لوړ پرستيژ لرونکۍ ديپلومات د هغه انتقاد له کبله په سزا ورسيد چې د ولس مشر  په جنجالمن سياست يې کړي ؤ.  اوس احمدي نژاد په ډاګه تهديد وکړ چې «موږ هسې چوپه خوله انتظار نه شو ايستلي». او چې د هيواد په دننه کې له «خاينانو» سره به حساب تصفيه کړي.
په اروپا کې دا په آسانه له ياده باسي چې ددې ټکر شديدوونکي په اصل کښې يوازې په واشنګټن کې نه دي ناست. د احمدي نژاد ترمشرۍ لاندې په تهران کښې د ملايانو د حاکميت بغاوتونه  يوځل بيا فعال شوي. هغه  زيار باسي  چې د خميني د انقلاب لمبې، چې د خاتمي او رفسنجاني په وخت کښې نږدي ګل شوي وې، له سره تازه کړي. د فارس په خليج کښې مسلط  سيمه ايز ځواک او  د اتومي وسلې لرونکي ايران  چې احمدي نژاد يې غواړي، يو نه منونکي انځور دي.   ددې  موضوع په اړه  هم  اروپائيان  د مسکو او پيکنک د  دولتونو په وړاندې چپه خوله پاته دي.  يوازې په دې توګه توضيح کېداي شي چې څنګه لا تر اوسه د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کې د ايران ضد جبهې دوام  کړي.
خو آيا دا يووالي به  نور هم دوام ومومي؟   کله چې لارجاني لرې کړل شو، د امريکايانو له پاره کافي دليل ؤ  چې لا مخکې يې بايد د ايران په وړاندې سخت بنديزونه لګولي واي.  له ايران سره د اروپائيانو د بحث د دوام په هکله دوي حيران پاته ؤ، د البرودي لخوا يې ځانونه ځنډېدلي احساسول.  له دې کبله يې د اکتوبر په  آخر کې  د ايران د د فاع د وزارت،  د انقلاب ګار د   او دريو   ايراني  بانکونو په وړاندې يو طرفه مجازاتي   اقدام  ته لاس واچاوه او له متحدينو سره يې مشوره ونکړه.
د ملګرو ملتو د امنيت د شورا بنديزونه د  آلمان له نظره د ايران له پاره لکه څنګه چې انجيلا مرکل په (کراوفورډ) کې  په ټينګار سره  وويل د «قوي پيغام» په حيث پاته شول. جورج  ډبليو بوش مخالفت ونه کړ او پخپله يې هم د ديپلوماتيک حل له پاره مينه څرګنده کړه. خو دا يې هم تکرار کړه چې «موږ به دا تحمل نه کړو  چې ايران د اتومي وسلو د جوړولو توان ومومي».
په برلين کښې داسې  ويل کيږي  چې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړې له پاره به د پوټين او احمدي نژادد تهران له  قيل و قال سره – سره ،د روسيې رايه  واخيستل شي. مشکل له چين سره پاته کيږي چې له ايران سره يې تجارت تر خورا زياتې اندازې لوړ تللي او ددې  يو علت  هم د غرب له خوا د ايران پرله پسې تجريد دي.
په دسمبر او يا د ځنډ په صورت  کې په جنوري کې  به د امنيت په  شورا کې بيا د ايران په اړه رايې  اخيستل کيږي. د بريتانيا تر مشرۍ لاندي همدا اوس د بهرنيو چارو د وزارتونو له لارې د ممکنو بنديزونو د موافقې په اړه  خبرې اترې رواني دي. امکان لري چې  دا به د آلمان له غوښتنې سره مطابقت ولري او هغه به داسې وي : د بايکا ټ  شوو فارمونو او د هغو ايرانيانو د نومونو لست به اوږد شي چې د نامطلوبو کسانو په حيث  له وطن څخه د وتلو  جواز ونه مومي.  د ايران په ټولو تجارتي مالونو به کنترول سخت شي. د پيسو  انتقال به نور هم  تر جدي  څارنې لاندې ونيول شي، بانکي معاملات به نور هم کم شي. 
آيا اقتصادي فشار به ايران تسليم کړاي شي؟  په اوسني حالت کې ددې له پاره دليلونه لږ دي.  اروپايان دومره ډير د امريکا د  جنګ تهديد نه دي  غمولي لکه چې د ايران  بې انعطافه چلند غمجن کړي.  د بحثونو د ګډون کونکو سره دا سوال دي چې «ولې ايران تش يو کوچني زيګنال هم نه ورکوي؟»
همدا ټول سره يوځاي شول چې بوش  د «دريمې نړيړالې جګړې» خبرې وکړې.
که په حالاتو کښې تغير رانه شي، نو لرې به نه وي چې په کراوفورډ کښې د ديپلوماتيک حل د پلټلو وعدې به  بيرته د نظامي حملي د تهديد  تر چيغو لاندې شي.   «د ايراني بم او يا د ايران د بمباردمان» ترمنځ د فرانسې د ولس مشر (سرکوزي) د «ويرجن انتخاب» خبره  يوازې  تکتيکي نه وه.   هغې چې د امريکايي اداري د تهديډ د تحليل په اړه خبرې کولې په زغرده يې وويل «يو ايران له يوه اتومي بم سره زما له پاره د منلو وړنه دي.»
مېرمن (مرکل)  په داسې حال کې  دې ته ورته خبرې وکړې،  چې پر ايران باندې د حملې له ويجاړوونکو پايلو يې هم  يادون وکړ. دا به د (شروډر) په قدمو ولاړه نه شي او نه غواړي چې همدا اوس په مټه  ترميم شوې آلماني- امريکايي اړيکې  له سره زيانمنې کړي.  له دې کبله دې يوازې د تړلو دروازو شاته د نظامي افسانو له خطرونو يادون وکړ
پخپله په واشنګټن کې هم د ايران د پاليسۍ په هکله د ځواک او نظريو مقابله روانه ده. هلته يوه د اکثريت  حلقه او يوه د ولس مشر دايره شته. طبعا دا   اميدواري ډيره ده چې د خارجه چارو د وزيرې (ميرمن رايس)  او د دفاع د وزير (ګيټس)  د طرحو پلويان به د  ولس مشر و د مرستيال (چيني)  د تحريک آمېزه طرحوپه وړاندې بريالي شي. 
د امريکې په اداره کښې د قواوو تناسب د ۲۰۰۲ کال پرتله بدلون موندلي.  ګڼ شمير سخت دريځه او نوي محافظه کاران  د دفاع وزير (ډونالډ رمزفلډ)  او د هغه مرستيال (پاول وول فو ويڅ)  او په ملګرو ملتو کې د امريکا استازي (جان بولټان)ـ ـ  له دولته ووتل.   خو د هغو په وتلو سره ډبليو بوش په  آرامه کوتره نه  دي بدل شوي.  له دې ټولو سره ولس مشر بوش د ايران د سرزنش خبرې کوې چې د اتومي پلان په واسطه د« دريمې نړيوالې جګړې» خطر راپاروي. 
بوش په يوه خبري کنفرانس کې وويل: «که چيرې ايران  هسته اي وسله  ولري، دا به د نړيوالې سولې له پاره يو خطرناکه تهديد وي.» «ما له همدې کبله خلکو ته وويل  چې که تاسې د دريمې نړيوالې جګړې مخه نيول غواړي» نو بايد دا کوښښ وکړي چې ايران دې حالت ته ونه رسي، چې  اتومي وسلې جوړې کړاي شي. 
يوه امريکايي ولس مشر ته نه ښايي چې داسې بې فکره خبره وکړي،  دا لويه بې پروايي ده چې  د راتلونکې نړيوالې جګړې لاپې وهي. په همده باندې د سولې اعتماد شوي. د آزادي د ساتلو مسئوليت هم د همده په غاړه دي. دا بايد د ده په ټولو  خبرو او عملونو کې  له سولې څخه هم زيات انعکاس ومومي.  له دې کبله ځينې اروپائيان دا معما  ويني چې دا ولس مشر غواړي د واک څخه د لرې کېدو تر مخه خپله اجندا پاي ته ورسوي.
دده په نظر افغانستان له استبداده خلاص شو، که څه هم په لوړ قيمت خو عراق هم به همدې ډول،    شمالي کوريا د خبل اتومي پروګرام د جنجال په لړ کې غاړه کيښوده.  ايران لا پاته دي.
ولس مشر به د خارجه چارو د وزيرې (رايس) او مرستيال (چيني) ترمنځ د چا خبرې ته غوږ کيږدي؟
ددې ستونځې توپير له نورو سره په څه کې دي؟  د ايران په اړه يوه بله اضافي انديښنه هم شته چې د آلمان د  سياست بطن لړزوي، او هغه د اسرائيلو د امنيت موضوع ده. آيا په نړۍ کې داسې يوه هېواد ته د اتوم بم د جوړولو  اجازه ورکړل شي چې د هغې ولس مشر هولو کاست يوه «افسانه»  بللي وي  او  د نړۍ له نقشې څخه  د اسرائيلو ور کول وغواړي؟
دا پوښتنه د آلمان صدراعظمې ميرکل هم خپلې  مخې ته کېښوده  او يو څرګند ځواب يې ورکړ.  څوک چې د يهودو دولت په نابودۍ تهديدوي،  بايد دا انتظار ونه لري «چې آلمان  دې په دې اړه ډيره کمه حوصله هم وکړاي شي.» مرکل د ۲۰۰۶ کال په شروع کې د مونيخ د امنيت په کنفرانس کې وويل: «موږ له خپل تاريخ څخه زده کړه کړي » او دا زده کړه داده چې  د  ستونځو د ايجاد د مخنپوي په خاطرد  نورو متکبرو  هيوادو په وړاندي د تسلې سياست ونه شي.
د اونيو را په ديخوا   لومړي وزير اولمرت  او د هغه خارجه وزير پايتخت پر پايتخت ګرزي او د ايران په مقابل کې د سخټو عکس العملونو له پاره تبليغ کوي.  د اسرائيلو دولت وايي چې ايران يو يا دوه کاله له اتومي بم جوړولو څخه فاصله لري.  دا يو سياسي عدد بلل کېداي شي.  د اتومي پلټنو د نړيوال مرکز مشر البرادي  د احتياطه ډکو  وړاند وينو پر اساس،   ايران  د اتوم بم د جوړولو له پاره «له دريو تر اتو کلونو» پورې ضرورت لري. خو اسرائيلو ته د هغوي د ډار په اړه قناعت ورکول ناشوني دي.  انجيلا مرکل په دې ورځو کې يوځل بيا ټينګار  وکړ چې د اسرائيلو امنيت «زما له پاره  د آلمان د صدراعظمې په حيث  هيځکله د معاملې وړ نه دي»  دا څه معنا ورکوې،  که کومه ورځ اهود اولمرت دې ته تلفون وکړي او د امريکايانو او يا پخپله د اسرائيلو د نظامي حملې په اړه موافقه وغواړي؟ 
د امريکا د امنيت د شورا پخواني مشر زبيګنييف بريژنسکي ويل چې «ډير څه ددې تابع دي چې ايرانيان څومره  له کم عقلۍ څخه کار اخلي»  آيا احمدي نژاد بې عقل دي؟  که  زياتره حسابي، مکار او سخت زړئ.    سړي بايد له ده سره په  شدت عمل وکړي او له دې نه هم  زيات په قاطعيت.
فلهذا يو داسې خوځښت په کار دي، چې د دولتمدارۍ د هنر له پاره اړين دي.  اوس سړئ په سپينه ما ڼۍ کښې د زاړه بوش ارمان کوي  چې ډير څه يې د خيالونو او رويا  له پاره نه پريښودل.  د ده پرځاي يې  زوي  څوارلس مياشتې واکمنۍ کوي.   ليکونکي «نارمن پوډوريتس» باور لري چې  زوړ بوش  د ده په کړو وړو کې «نوي زاړه پال  د راتلونکو تاريخ پوهانو له نظره»  ګوري  او «هغه نه غواړي چې پنځوس کاله وروسته  خلک وپوښتي چې ولې ئې د اسلامي فاشيسم په وړاندې حمله ونکړه»
څنګه يې سره راټولولاي شو: په اناپولي کښې د نږدې ختيځ په اړه د سولې د کنفرانس ترتيبآت ونيول شي او په عين حال کښې د اير ان پر ضد د حملې تياري ونيول شي؟
په بل عبارت: بوش د چا خبرې ته غوږ نيسي، د خارجه چارو د وزيرې ميرمن رايس او که د خپل مرستيال چيني خبروته؟  او که يا هم  د خپلو پوځيانو؟  – چې ځانونه دپر مخ زياتيدونکي جنګي قيل و قال له کبله نا آرامه احساسوي.  د نږدې ختيځ د پوځي عملياتو  قوماندان ، ادميرال  ويليام فالون برملا وايي چې «جګړه اييزې» شننې کومه ځانګړې مرسته نه شي کولاي. کومه پوځي حمله هم «په نظر کښې نه ده.»
پخواني پوځيان   جګړه ښه پيژني.  دوي بالکل حق لري چې و وايي چې  مسخره خبرې او بې بنسټه آوازې د منعه شي .