کور / راپور / په لوګر کي يوولس چيچنيايان نيول سوي دي

په لوګر کي يوولس چيچنيايان نيول سوي دي

نتېره ورځ ماځيګر مهال د لوګر د ازرې ولسوالۍ د کوزي چوترې په سیمه کي د افغان ځواکونو لخوا یولس بهرني اتباع(چیچنیان)چي پکي سړي, ښځې او ماشومان شامل دي د دوه میله راکټونو,دوه میله کلاشینکوف, یوعراده موټر سایکل او یو ډادسن موټر سره یوځای نیول سوي دي.

د  لوګر ولايت د امنيه قومندانۍ دمطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي  چي یاد کسان د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ څخه راروان و چي د افغان ځواکونو لخوا کشف او یولس واړه ونیول سول.

یاد ټول بهرني اتباع(چیچنیان) اوس د افعان ځواکونو سره دي.

 څو میاشتې وړاندې هم د افغان ځواکونو لخوا په څرخ ولسوالۍ کي په یولړ عملیاتو کې اته بهرني اتباع(چیچنیان) وژل سوي وه.

د افغانستان په ختيځ کي د داعش ډله هم فعاله ده چي بهرني تندلاري هم ورسره ملګري دي.

همداراز په شمالي وزيرستان کي د طالب جنګياليو سره بهرني تندلاري وسلوال ملګري وه چي ډېری ئې چيچنيايان او ازبکان وه، د داعش ډلي د رامنځ ته کېدو سره ډېری بهرني اورپکي د اسلامي دولت يا داعش سره يوځای سول او په افغانستان کي ئې تمرکز پر ختيځو ولايتونو راڅرخي.