کور / هراړخیز / ته خو دا وارې ويده شوې

ته خو دا وارې ويده شوې

د پښتو غزل يو بل روښانه څراغ مړ شو. رياض تسنيم د خپل تخليقي استعداد او زرخېز تخيل په مرسته نه يواځې د کراچۍ د رڼاګانو په ښار کې بلکې په درسته پښتونخوا کې د خپل غزل څراغ داسې روښانه ساتلى وو، چې رڼا يې د پښتو معاصر شعر په چاپېريال کې تر هره ځايه رسېدله. د نړۍ تاريخ چې وګورو، ډېرو هغو شاعرانو چې په لږ وخت کې يې شعر د خپل وخت معراج ته رسولى، په ځوانۍ کې مړه شوي دي، رياض تسنيم هم ځکه په لږ وخت کې دومره ښه شاعري وکړه او لکه له خپل مرګه چې خبر وي، خپلې وروستۍ شعري مجموعې ته يې نوم ورکړ، چې (زه که دا وارې ويده شوم)، له بده مرغه دا خوب يا دا پېشبيني يې ريښتيا شوه، له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پرېووت او نن په ابدي خوب پسې ويده شو.

پري زاده! زه كه دا واري اوده شوم

هيڅ يو شور به مې را ويښ نه كړي له خوابه

رياض تسنيم ته لا ډېر کار پاته وو، لا د غزل په روايتي کوڅو کې د نويو رنګونو د پاشلو کار ور له غاړې وو، لا به یې د ژوند په سړه کوڅه کې نوي رنګونه کشيد کول، خو چې دا څومره کار يې کړى، دا يې هم د پښتو غزل د مزاج په بدلون کې لويه ونډه ده او نويو غزلبول شاعرانو ته د سرچينې حيثيت لري.

تسنيم له ژوند سره د مينې، له خپلې خاورې سره د وفا او د مزاحمت شاعري په داسې ژبه کړې، چې د لوستونکي په ذهن کې ضرور نقش پرېږدي. تسنيم تل په خپلو شعرونو کې د ويدو خلکو ته د ويښتيا سپېڅلې مبارزه وکړه:

غلي نه شو چې تر څو مو د زړه زور وو

موږ د ښار پنبه بګوشو ته نعرې کړې

تسنيم نن غلى شو، خو شعر به يې بيا هم غلی نه شي او په تيارو کې به د څراغ کار تر سره کوي. د ده شاعري نه يواځې له شاعرانه خوږلت، آهنګ او موسيقۍ ډکه ده، بلکې فکري مېوه هم پکې ډېره ده، چې د خپل زخمي وطن، مزدوريو ځپلي ولس او د خپلې پښتنې مينې خبرې درته د تخيل په مرسته په پسته خو ترخه ژبه کوي. که څه هم يو شاعر تل پخپلو شعرونو کې خپل محسوسات بيانوي او تر ډېره يې بيان کړي خيالات خپلې تجربې وي، خو د تسنيم شاعري د لويو شاعرانو غوندې اکثر درته د خپلې ټولنې تصوير وړاندې کوي، په هر بيت کې يې د پښتانه وطن بده ورځ ليدل کېداى شي. دا بيت يې مثال دى:

ويره كه ده د خپل آواز د وركېدو ويره ده

دا چې قدم بهر له هرې تماشې اخلم

د تسنيم دا ارمان وو چې په پښتو ژبه کې د نقادانو کمى دى، ځکه خو په پښتو ادب کې د شاعرۍ د څېړنې کار په ټپه ولاړ دى او تر څو چې شاعري په کره تنقدي پيمانو ونه څېړل شي، ښه شاعري نه په ګوته کېداى شي او نه ښه شاعري کېداى شي. ګوره چې د تسنيم دا نيمګړى ارمان به کله پوره شي، چې د ده زرخېزه شاعري وڅېړي او د يوويشتمې پېړۍ د لومړيو لسيزو ددې تکړه او لوى شاعر په تخليقي مېوه د پښتو شعر د مبتدي شاعرانو وچې شونډې ور خوږې کړي او د هغوى په ذهنونو کې د نوي شعر زړي را وټوکوي.

بارکوال مياخېل