کور / راپور / د نيويارک پوليسو د منهاټن د بريد په تړاو ۲۷ کلن بنګلدېشی کډوال نيولی دی

د نيويارک پوليسو د منهاټن د بريد په تړاو ۲۷ کلن بنګلدېشی کډوال نيولی دی

د نيويارک پوليس وايي دمنهاټن د تيري ورځي د بريد په تړاو ئې يو ۲۷ کلن شکمن بنګلدېشی کس نيولی دی، ياد کس د عقايد الله په نامه دی چي له بنګلدېش څخه امريکا ته د کډوال په حيث راغلی دی.

د منهاټن په بريد کي د بريد کونکي ترڅنګ څلور نور کسان سربېرن ټپيان سول او دا مهال بريدګر د پوليسو په څارنه کي تر تداوی لاندي دی.

دا بريد د دوشنبې په سهار د منهاټن پر اووم او اتم سړک چي د ګڼي ګوڼي ځای دی وسو او داسي انګيرني سته چي بريدګر غوښتل د بېرو بار په وخت کي چاودنه وکړي خو د وخت ترمخه ئې چاودېدونکی کمربند چاودلی چي د بريدګر لاسونه او نس ئې هم سوځولي دي او دا مهال د بيليو په روغتون کي تر درملني لاندي دی.  

نوموړی په هغو امنیتي کامرو کې هم ښکاري چې په سیمه کې لګېدلې وې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سیره هوکبي سېنډرز په ټوېټر خپل پیغام کې ويلي چي د پیښې په اړه ولسمشر ولنډ ټرمپ ته معلومات ورکړل سوي دي.