کور / تازه خبرونه / د هندوستان د مرسته سويو غنمو دوهمه جوپه افغانستان ته راورسېدل

د هندوستان د مرسته سويو غنمو دوهمه جوپه افغانستان ته راورسېدل

تېر ماښام د هندوستان هيواد له مرسته سوو غنمو له جملې ۳۰۰۰ ټنه غنم د لښکرګا ښار ته ورسېدل.

د هلمند والي حيات الله حيات چي د مرسته سويو غنمو د تسلېمدو پر مهال له هنده مننه وکړه او وئې ويل چي هند همېشه د يو ښه ګاونډي په توګه د افغانستان پر خلګو لورينه کړې ده .

هندوستان د افغانستان سره د ۱۱۰ زره  ټنه غنمو د مرستي ژمنه کړې ده. چي د روان کال د اکتوبر پر ۳۰ نېټه ددې مرستي لومړۍ جوپه د ايران د چابهار بندر له لاري افغانستان ته ولېږل سول.

د چهابهار بندر له لاري د مرستو او نورو هندي توکو لېږد رالېږد د هغه تړون له مخي ترسره کېږي چي په ۲۰۱۶ کال کي د هندوستان او ايران لاسليک کړی وو.

په راتلونکو څو مياشتو کي به د چابهار بندر له لاري د يادو غنمو پنځه نوري جوپې افغانستان ته واستول سي.

چابهار بندر د افغانستان، ايران او هندوستان درې اړخيزه سوداګريزه لاره ده چي تر ډېره به د پاکستان د کراچي پر بندر د افغانستان اتکاء را کمه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ زياته برخه د پاکستان له لاري را انتقاليږي چي د ناسمو اړيکو له مخي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري هم زيان ويني.افغان سوداګر تل له پاکستان حکومته په شکايت وي چي ددوی سوداګريز مالونه په مياشتو مياشتو پرته له کوم دليله د کراچي په بندر کي ايسار وي.

اوس افغان حکومت او سوداګر خوشبينه دي چي د افغانستان لپاره د چابهار بندر د کراچي د بندر ښه بديل دی.