کور / راپور / کوټه – چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د کوټي پر کلیسا په وسله وال برید کي اووه کسان وژل سوي او له ۳۰ زیات ژوبل دي.

کوټه – چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د کوټي پر کلیسا په وسله وال برید کي اووه کسان وژل سوي او له ۳۰ زیات ژوبل دي.

ځايي چارواکي سرفراز بګټي رسنیو ته وویل، د پېښې پر وخت په کلیسا کې عبادت او د عیسویانو د اختر (کرېسمېس) تیارۍ روانې وې.

د ده په خبره، یوه ځانمرګي بریدګر د کلیسا په دروازه کي ځان ته چاودنه ورکړه‎ او بل پولیسو وژلی دی.

د بلوچستان د پولیسو مشر معظم انصاري خبریالانو ته وویل، د برید پر مهال په کلیسا کې د ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان وه.

دده په وينا د يکشنبې په ورځ چي د عيسويانو د عبادت ورځ ده  پوليس د کليساوو دامنيت لپاره پوليس ځای پرځای کيږي، همدا لامل وو چي بريدګرو دننه کليسا ته لار نه ده موندلې.  

تردې پېښي وروسته عیسویانو احتجاجي لاريون وکړ او له حکومته یې  غوښتنه داوه چي ددوی امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

په وژل شویو کي دوه ښځې هم دي.

ددې پيښي پړه اسلامي دولت يا داعش وسلوالي ډلي منلې ده.

له بريد وروسته امنيتي چارواکو ښار ته تلونکي ټولي لاري تړلي دي او د نورو شکمنو کسانو لټون ئې پيل کړی دی.