کور / شعر / دهلمند ادبي بهیر ۳۹۲ یمه غونډه ترسره سوه

دهلمند ادبي بهیر ۳۹۲ یمه غونډه ترسره سوه

 دروان ۱۳۹۶هـ ل کال د (مرغومي) لومړۍ، نېټه د هلمند ادبي بهیر اوونيزه غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینه والو برخه لرل.

غونډه د مظلوم ( هلمندي ) لخوا د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل سوه.

  ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پرانيستونکې ویناپه ترڅ کي پرعامه ذهنیت، دټولنیزو رسنیو اغېز په اړه خبري وکړې، حیرت وویل: د ټولنيزو رسنيو استفاده کول په ټولنه کي د خلکو تر منځ د اړيکو او نېژدېوالي يوه ډېره ښه وسیله ده، چي په کارولو سره يې نه يوازي د خپل سيمي د خلکو سره روابط پيدا کيږي، بلکي په نړیواله کچه یې هم د وګړو، دافکارو او نظرياتو تبادولې ته لاره هوارکړېده، چي روزمره نوي معلومات اوڅېړني یوله بل سره شریک کولای سي او دمختلفووګړو د ټولنيز ژوند داصلوڅخه ځان خبرولای سي، د ټولنيزو رسنيو تر ټوله مهم رول دا دی، چي په کارولو سره يې دبیلابېلوټولنو د رواجونو او فرهنګونو پېژندګلوي کیږي، چي د کومي سيمي خلک د خپل ژوند د پرمختګ لپاره له کومو دودونو او کړنو څخه استفاده کوي.

نن ورځ، ټولنیزي رسنۍ هغه څه دي چي د ټولني هر فرد ورته اړتیالري، خوکارول یې باید په ټولنه کي پرعامه ذهنیت مثبت اغېز ولري،  نه منفي.

که وګورو، د نوري نړی اوسېدونکي د ټولنیزو رسنیو څخه هر اړخیزه او سالمه استفاده کوي، ولي په تعصف سره باید ووایم چي زموږ په ټولني کي لا تردې دمه ګڼ شمېروګړي د دې رسنیو په اهمیت نه پوهېږي، د مثبتي استفادې پر ځای ورڅخه منفي استفاده کوي، چي د ناوړه استعمال له امله یې ټولنه د زیاتو بدمرغیو او ډول ‌وډل ستونزو سره مخامخ کېږي، لکه، سمتي، ژبني اوقومي تعصب، د معنوي شخصیت سپکاوی او د اسلام مبارک دین غلط تبلیغات کول هغه ناوړه عواقب په وجود راوړي چي په هغه کي ټولنه او د ټولني د افرادو عزت، غیرت او حیثیت ته صدمه رسیږي.

  حیرت، د ادبي بهیر دغړوڅخه وغوښتل چي پدې برخه کي مثبت پیغامونه په خپلو لیکنو اوشعرونو کي را ونغاړي اودخلکو تر غوږونو پوري یې ورسوي.

ورپسې د ادبي بحثونو په لړ کي، شاعر او ليکوال، محمد جمعه (حیران) دغوره اخلاقو ترسر لیک لاندي راټول کړي ګټور معلوات مقالې په شکل وړاندي کړه.

همدا ډول ددې ادبي ناستي درېيمه: برخه چي غزلونو او نظمونو ته ځانګړې سوې وه، د شاعرانو له خوا په خپل نوبت ترتيب سوي غزلونه او نظمونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول سوه.

غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.