کور / رسنۍ / فيسبوک رسنۍ ده حجره نه ده

فيسبوک رسنۍ ده حجره نه ده

ماهر احسانزی

په نړۍ کې چې هره اختراع شوې نو د انسان د خیر او پرمختګ غوښتنه او هیله په کې نغښتې د ه. میخایل کلاشینکوف ، کلاشینکوف ( وسله ) ددې لپاره نه و ه کړې چې مونږه انسانان دې ( کافر هم نه ) د يوې کلیمې ورونه ورباندې له لیدلو وباسو .نوره نړۍ ممکن تر یوه حده د هرې اختراع د رامنځ ته کیدو په په لارو روان وي خو مونږ افغانان عجیب او غریب خلک يو ، دلته هر څه اپوټه کیږي ؛ دلته ، له هر بدي د نیکۍ او له هر نیکي د بدۍ طمع کیږي .

فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې ددې لپاره جوړې شوې چې په امریکا، اروپا او هر ځای  کې پيښې او حالات په هماغه شیبه په خپل کور کې له درنګ پرته وګورو ، چې نړۍ يې په يوه کلي بدله کړه او حتی اوس خو چې ورته خواله رسنۍ وایو نو خواله له نږدې دوستانو ته هم د اړیکو او د مکان له مخې کیږي ؛ چې دا فیسبوک او س د یو کونج او بل ګونج غوندې شو .

خپلې غوښتنې ، نظريې او پوښتنې له درنګ پرته د اړوندو خلکو سره شریکي کړو او تر ټولو مهمه يې دا چې  د راډيو ، تلویزون او ورځپاڼې تر مهالني ځنډه پورې د خبرولو تشه ډکه شي .

فیسبوک ته  د هر سړي لاس رسي مخالفت په دې نه کوم چې ګنې خلک به له دې لارې هر څه تر لاسه کړي او بیا به دا نورې رسنۍ څه کوي ؟

هر رسنۍ د خپلو ځانګړتیاو په لرلو سره خپل مخاطبان لري . ورځپاڼه ، راډيو ، تلویزیون او نورې رسنۍ چې په هرې یوې کې یوه دنیا خبرې ، کارونه او اوصول دي ؛ دومره په اسانه نه چلېږي او نه دومره په اسانۍ سره دچا باور راخپلولی شي.

دخلکو او ټولنو باور راخپلونه له صراطه تېریدل غواړي او چې څوک دې راخپل شي بیا دې په اسانۍ سره بیرته پریږدې هم نه .

فیسبوک چې ددې ټولو رسنیو یعني غږ ، انځور ، ويډيو او متن  دخپریدو ګنجایش لري نو کارونه يې ددې ټولو تخنیکونو ټولکه ده ، چې استعمال يې په واقعي ډول يو کتابتون ماغزه غواړي .

هماغه راز چې چاپي ، غږيزې او انځوریزې رسنۍ د خپلو خپرونو لپاره د خبریالۍ ټول اخلاق ، بې پرې والی ، شخصي حریم ته نه داخلیدل ، نافذه قوانین منل …پرځای کوي نو دغسې به  یې دا رسنۍ هم له پامه نه غورځوي .

هغه فیسبوکیان چې د ژورنالیزم له اوصولو خبر نه وي او فیسبوک کاروي نو له دې خو خبر دي ، چې زما ټولنه ، فرهنګ ، ثقافت او کورنۍ کومه خبره بده ګڼي او څه يې په مزاج ښه لګي ؛ باید دې اړخونو ته په کتلو سره له فیسبوک څخه ګټڼه وکړي .

هغه ډله خلک چې د ژورنالېزم دمسلکیتوب بریتونه تاووي پردې سربېره چې په فیسبوک  کې به د خبریالۍ له اوصولو نه وځي ، بلکې ددغې رسنۍ پرسمې کارونې به خلک پوهوي .

په خپل اصلي ( محض ) نوم یا بدل نوم فیسبوک نوم جوړول او له دې لارې خبریالۍ او تلنې له منلو ارزښتونو سر غړول ، سربېره پردې چې پټ نه پاتې کیږي ، دهر ډول ضمیر غږ هم نه وي او شخصیت ته يې هره لیکنه ( کلمه او جمله ) کند اچوي .

زمونږ د فیسبوکونو خبرې داسې شوي لکه سړی چې په حجره  کې له ملګرو سره ناست وي ؛ یو به لیکلي وي : یوه ټوکه دې پکې وي او ور لاندې به ولیکي هاهاهاهاها. بل به د کوم وزیر ، رییس او ان ولسمشر په ژوند او شخصیت پسې خوله خلاصه کړي وي . خبریالي د رښتیا ویلو ځای او مسلک دی خو د اوصولو په رڼا کې .

بل به انځور پورته کړی وي او ورته به يې لا لیکلي وي څنګه ښکارم ؟  هسې ماویل که د چا یاديږم !!! ځينې به خپلوانو او ملګرو سره خپل ګډ اڼخور واخلي او ور لاندې ولیکي چې په انځور له ښې اړخه یا له کيڼ پلوه زه /بنده اوفلانی …هلکه دا پاڼه او ایډې دچا ده چې تانه پيژنو او ځان او انځور راته راښايې خو بس چې نه پوهيږي شیخ فریده پټه خوله بهتري ده .

له دې سره که فیسبوک ډېر خلم په لیکلو راوستل او د لیکوالي له هنر سره عادت شو خو داسې ښه ونه شو .

دا عادت د مصنوعي زینتي بوټو په مثال دي بس چې ښه ښکاري خو خوند نه لري او نه خپل اصل پسې رسي .

مولوي یونس خالص ته به چې چا وویل وطن مو ازاد کړ ، مبارک نو هغه به ورته وویل :هو، ازاد مو کړ خو ډېر رانه ازاد شو .

فیسبوک دا خلک لیکوالان کړل خو بیکاره لیکوالان او هغه ځکه چې خبره به په دوو ټکو نه ارزي ده به ورباندې خپل ټول وخت نیولی وي ؛ څنګه يې چې په خيټه کې خبره راتاوه شي بس فیسبوک ته يې ورپورته کړي ان تر دې چې خپلو جملو ته يې پام نه وي او بیا چې لا ولیکي وبخښئ موبایل کې مې پښتو نه وه ؛ نو هلکه ته څه  د يرانیمو دغني کولو نظریه  له ولس سره شریکوي خو چرته غلی کینه کنه .

 دا ډول کارونه زمونږ په حجرو کې هم کیږي ، ټوکې ، غیبتونه ، دخاطرو په وخت کې د انځورونو له البومه د یو انځور را خیستل خو رسنۍ او حجره سره فرق لري .

د کور او بهر د سړي لباس او خبرې يو ډول نه وي ، هر ځای د هرې خبرې لپاره نه وي .

د ځينو فیسبوکوالو تبصرې او لیکنې که له فکري او ادبي اړخه په لوستلو نه ارزي خیردی ، هنر او فکر به يې وغوړیږي خو هغو ی چې د پښتو الفاظ په درې او یا اردو لیکي او وایې چې موبایل مې پښتو نه لري.

هلکه چې نوی فکر راکولی نشي نو دا شته هڅې او خوارۍ مو په اوبو مه لاهو کوه .

همدلته بله خبره د لیکوالو په فیسبوک پراخه ونډه اخیستنه که ګته لري مثلا په اړوندو موضوعاتو کې د ګونګو اړخونو په مجمل او یا په مفصل ډول وړاندې کول خو تاوان يې دادی ،چې لیکوال له کاره غورځوي او وايې چې دا يا هغه موضو ع پرون په فیسبوک تر خلکو وروسوله نور ورباندې لیکلو او تشریح ته اړتیا نشته .

بله خبره دا لایک ده چې یو ه ډله فیبسوکوال ورسره ډله نا اشنا دي . ځينې به د غم ، تاوان او حتی  جنازې ته هم لایک ورکوي دا خو دا مانا چې ته خوشال يې خوښ دې کړ.

داسې يوه ډله هم شته چې تر ډېره يې لایک او کمنتو نه په بدل دي .

ټولنه او په ټولنه کې هر رامنځ ته شوی شی هر هغې پرمختګ نشي کولی ، تر څو يې چې غوښتنو پسې اقتدا ونکړو ؛ که نه ډيزلي موټر په پطرولو يو دو ه دقیقې وچلوئ ، چې په خوند يې پو ه شئ