کور / راپور / دافغانستان په ختيځ ننګرهار کي ۵ امريکايي سرتيرو ته مرګژوبله اوښتې ده

دافغانستان په ختيځ ننګرهار کي ۵ امريکايي سرتيرو ته مرګژوبله اوښتې ده

په افغانستان کي د پرېکند ملاتړ ماموریت وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ئې د جګړې پر مهال یو سرتېری وژل سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.

ياد سرتيري په اچين ولسوالۍ کي د افغان پوځ په ملاتړ د داعش وسلوالو سره په جګړه کي وژل سوي دي.

د تېر کال د اپريل پر ۱۳مه په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو امريکايي ځواکونو تر ټولو لوی بم ( د بمونو مور) غورځولی وو چي د چارواکو په وينا پکي ګڼ شمېر داعشيان ووژل سول.

اچين ولسوالۍ په ختيځ ولايت ننګرهار کي ترټولو نا امنه ولسوالي ده او په افغانستان کي د داعش وسلوالو ترټولو ستر مرکز ګڼل کيږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پرېکند ماموریت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي دي چي په پېښه کې د ژوبل سويو امریکايي قراردادي سرتېرو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

اوس په افغانستان کې څه باندې ۱۱۰۰۰ امریکايي ځواکونه مېشت دي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ کال په افغانستان کي یرغلیز ماموريتونه پای ته ورسول او اوس د پرېکند ماموریت په چوکاټ کي افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ور کوي.