کور / راپور / د مشرانو جرګې ځيني غړي: د پوليسو منسوبين په سياسي مسائلو کي د تبصرې حق نه لري

د مشرانو جرګې ځيني غړي: د پوليسو منسوبين په سياسي مسائلو کي د تبصرې حق نه لري

د مشرانو جرګې مرستيال منشي فيصل سميع په يوه مرکه کي ويلي دي چي د پولیسو د منسوبینو دنده د قانون پلي کول دي، نه له قانونه سرغړونه.دهغه په وينا که د استاد عطا او جنرال رازق په‌شان څېرو سره تفاهم ونه‎سي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ سي.

ښاغلی سمیع وايي، که د حکومتي چارواکو د دا ډول کړنو مخه ونه‎نیول سي، د هېواد راتلونکی به ډېر خطرناک وي.

ښاغلی سميع دا څرګندوني په داسي وخت کي کوي چي د کندهار ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق پر مرکزي حکومت سختي نیوکې وکړې او زياته ئې کړه چي د حکومت په خوښه نه ‎دی مقررسوی، دی د کندهار سپين ږيرو او مخورو ټاکلی دی او مرکزي حکومت نه‎سي کولای دی له دندي ګوښه کړي.

خو د مشرانو جرګې مرستيال منشي ښاغلي سميع وايي:

“د قانون له مخي د پولیسو منسوبین په سیاسي مسایلو کي د تبصرې حق نه‎لري، بلکه دنده يې د قانون پلي کول دي، که د استاد عطا او جنرال رازق په‌شان څېرو سره تفاهم ونه‎سي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ سي.”