کور / راپور / د امريکا او پاکستان اړيکي نازک پړاو ته رسېدلي دي

د امريکا او پاکستان اړيکي نازک پړاو ته رسېدلي دي

سپيني ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر راتګ وروسته د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي خړي پړي سوې، کله چي ډونالډ ټرمپ د افغانستان په هکله خپله ستراتيژي اعلانوله پاکستان ئې په دې تورن کړ چي د ترهګرو ملاتړی دی، په ورته وخت کي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن هم وويل چي اوس پاکستان د امريکا د نږدې ملګرتيا له حالته وتلی دی، دا ځکه چي د طالبانو پر وړاندي ئې خپل سياست ته بدلون نه دی ورکړی.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کي چي کله پاکستان د هند د بمبۍ د ۲۰۰۸ کال په چاودنو کي تورن کس او د لښکر طيبه مشر حافظ سعيد خوشي کړ، امريکا پاکستان ته د دوه اړخيزو اړيکو د خرابېدو ګواښ وکړ.

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د امريکا ولسمشر پر پاکستان سختي نيوکي وکړې او هغه ئې په دروغ ويلو تورن کړ، نوموړي په خپل يوه ټويټ کي وويل: ((امريکا په تېرو پنځلسو کلونو کي پاکستان ته تر ۳۳ مليارده زيات ډالر ورکړه، خو په مقابل کي مو له پاکستان څخه د دروغو او چلبازۍ پرته بل څه ترلاسه نه کړه، پاکستان زموږ پر مشرانو د بې عقلانو ګمان کړی دی، هغه ترهګرو ته ئې پټنځايونه ورکړي دي چي موږ په افغانستان کي پسې ګرځو. نور به داسي نه کېږي)).

همدا راز امريکا پاکستان ته د ۲۵۵ ميلون ډالرو مرسته ځنډولې ده ترڅو پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کي جدي اقدامات وکړي. او په دې برخه کي د پاکستان د نه لېوالتيا په صورت کي امريکا د نورو ګواښونو يادونه هم کړې ده چي د پاکستان په خاوره کي د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د امريکايي ځواکونو مځکني عملياتو يادونه هم شونې بلل سوې ده.

پاکستان د وروستيو څرګندونو په غبرګون کي په اسلام اباد کي د امريکا سفير ډيويډ هيل احضار کړ او د اندېښنو ډک ليک ئې ور وسپاره.

همدا راز د پاکستان د امنيتي شورا د روان کال د جنوري په دوهمه بېړنۍ غونډه راوبلل او هلته ئې د ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندونو په غبرګون کي وويل چي دا ډول څرګندوني د دواړو هيوادو باور له منځه وړي.