کور / راپور / کندهار والي: په ټول توان د پوليو د له منځه وړلو هڅه کوو

کندهار والي: په ټول توان د پوليو د له منځه وړلو هڅه کوو

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د عامي روغتيا وزارت څخه د راغلي پلاوي او د مرستندویه موسساتو د مسئولينو سره په يوه ليدنه کړي وکړې.

ښاغلي ويسا په خپلو خبرو کي وويل، ولايتي اداره د پوليو په له منځه وړلو کي جدي ده او په ټول توان هڅه کوي چي واکسين تر ليرو پرتو کليو پوري ورسوي.

کندهار والي وويل، په همدې موخه يې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو سره خبري کړي او هغوی ډاډ ورکړی چي د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي به ورسره پوره همکاري کوي.

وروسته د عامي روغتيا وزارت مشاور ډاکټر هدایت الله ستانګزی خبري وکړې او د واکسين په تطبیق کي يې د ولايتي ادارې هڅي وستايلې.

ښاغلي ستانګزي وويل، د عامي روغتيا وزارت هم د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق او د دغه ناوړه مرض په له منځه وړلو کي جدي هڅي کوي.

د يادي ليدنې پر مهال د يو شمېر مرستندویه موسسو استازو هم خبري وکړې او د پوليو په وړاندي د واکسین په تطبیق کي يې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.