کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کندهار امنيه قومندان: چارواکي دي له اساسي قانون څخه د وسلې په توګه کار نه اخلي

د کندهار امنيه قومندان: چارواکي دي له اساسي قانون څخه د وسلې په توګه کار نه اخلي

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه کوي چي اساسي قانون دي د ځان توپک نه ګرځوي او کوښښ دي وکړي چي د عملي کيدو دپاره يې ټول امکانات په کار واچوي .نوموړي دا څرګندوني نن په ولايت مقام کي په هغه غونډه کي وکړې چي د اساسي قانون د ملي اونۍ د لمانځني په موخه جوړه سوي وه .

جنرال عبدالرازق که څه هم په ښکاره د کوم ارګان او يا چارواکي نوم ياد نه کړ ، خو نيوکه يې وکړه چي ډيری وخت اساسي قانون د شخصي ګټو لپاره کارول کيږي او بايد ډډه ترې وسي .

نوموړي د اساسي قانون پر احترام او عملي کيدو ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چي د خپلو حقونو د تر لاسه کولو دپاره دي په قانون ځان خبر کړي او له دې قانونه په ګټه دي خپلو روا حقوق تر لاسه کړي .

دا په داسي حال کې ده چي په دې وروستيو کي د عطا نور تر ليري کيدو وروسته له دندي د جنرال رازق د ليري کيدو اوازې هم تودې سوي دي ، مخکي له دې چي په دې اړه مرکزي حکومت کومي څرګندوني وکړي جنرال رازق مخکي له مخکي خبر ورکړ چي حکومت د ده د ليري کيدو صلاحيت نه لري او د خلکو په خوښه به خپلي دندي ته دوام ورکوي ، خو د کورنیو چارو وزارت وايې چي د جنرال رازق يادي څرګندوني د قانون خلاف دي او د نوموړي سره به قانوني چلند وسي ، وزارت ويلي چي په ساسي حرکاتو د نظامي عسکرو دخالت د قانون خلاف عمل دی .