کور / سياسي / چوکۍ، سپیناوی (د ارګبکیانو په مخ څپېړه):

چوکۍ، سپیناوی (د ارګبکیانو په مخ څپېړه):

ډاکټر فيض محمد ځلاند

د غلام ابن غلام په زمانه کې!

دا ډېره سپکه او کمه خبر ده چې له وطن، ملي ګټو او افغان ژغورنې څخه ملاتړ تر چوکۍ، منصب او شخصي ګټو پورې محدود کړای شي. دا اوس چې د غني خیاطي کوي، یا یې د ناروا ملاتړ ډنډوره کوي، له دوی ډېرو موږ ورسره نژدې وخت تېر کړی دی. موږ ته شخص نه، وطن او ملي ګټې لومړیتوب لري.


ګران افغانستان د شخصیتونو قربانیو ته اړتیا لري، ترڅو د ګران افغانستان ملي، تاریخي او سیاسي شخصیت جوړ او خوندي شي. له دې امله، لاندې څو حقیقتونه غواړم ذکر کړم چې زموږ مخالفت او مبارزه د ځانغوښتنې، شخصي ګټو او منصب د پاره نه بلکې د ګران وطن د ګټو او حیثت د اعادي او احیا د پاره ده.
۱ ـ موږ له ډاکتر صیب غني څخه د ملي محور ( چې له لسګونو سیاسي، مدني او قومي جوړښتونو څخه رامنځته شوی یو ایتلاف و) کړی و، کله چې له عبدالله سره د جوړجاړۍ خبرې وشوي، موږ ترې پریکون اعلان کړ، زه ډاکتر صیب غني وغوښتم ـ د سلو کسانو د ګمارنې چې برطرفي به یې زموږ صلاحیت وي، وړاندیز وکړ، ما ورته د عبدالله د منفکۍ شرط کیښود او ورته ومې ویل هیڅ امتیاز نه غواړو خو عبدالله ته فرمان مه ورکوه. ناسته مو په همدې شرط پای ته ورسیده.
۲ـ کله چې غني ارګ ته لاړ، ګڼو کسانو راسره تماس ونیو چې له ډاکترصیب سره ارګ کې وګورو، ومې نه منله، نوابي صیب دې خدای وبخښي، د ارزګان د سناتور حنفي صیب په واسطه یې دیته مجبور کړم چې ارګ ته ورسره لاړ سم، ارګ کې راته وویل چې تاسو هر څه غواړي، ډاکتر صیب غني یې اوري او مني یې ـ ما ورته د مالیزیا او سینګاپور د هیوادونو د پرمختګ فلسفه وړاندې کړه چې ټولنیز عدالت او له فساد سره مبارزه وکړه، موږ درسره پرته له امتیازه ملاتړي یو، ډاکتر صیب را غبرګه کړه، وای ژمنه درسره کوم چې دا کار کوم ـ موږ ورته منتظر پاتې شو ـ خو هیڅ یې ونه کړه.
۳- د دلاورفیضان او حسن مبارک عزیزي په وجود کې د ارګ له یو کمشنکار سره مو ناسته وشوه، فیضان صیب تاکید کاوه چې له ارګ سره مبارزه په دې ختموو چې ګډ کار کوو ، ارګ استازي د ننګرهار د ولایت معاونیت، په اروپا، امریکا، کاناډا کې د قونسلۍ، د خوست د ولایت مقام وړاندیز وکړ، موږ ورته د کارونو سم سمی ووایه او وړاندیزونه مو ورته رد کړل، ناسته په لانجه تمامه سوه.
۴ـ نبي فراهي صیب د پارلماني چارو وزیر شو، د مرستیال وزیر وړاندیز یې راته وکړ، ما ورڅخه بخښنه وغوښته، د ځوانانو د معنیت وړاندیز یې وکړ، له ډیر تاکید وروسته مو کمال سادات صیب معرفي کړ. د سادات صیب وړاندیز مو له جهاني صیب په ارګ واخیست، فراهي صیب یې د ګمارنې حکم له ډاکتر صیب غني راکړ، خو موږ مبارزي او د ځوانانو په چارو کې د ګډ کار ژمنه ورکړه.
۵ـ بل ځل د ډاکتر صیب غني سکرتر مختار، عاطف مشل، سیدا احمد توتاخیل راسره جرګه شول، په ارګ کې د اختلافاتو او ډلبازیو خبره وکړه، مرسته یې را څخه وغوښته، چې د ارګ داخل کې ځینې کړۍ ماتې کړو، موږ ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه او د دندې اخیستو څخه مو بخښنه وغوښته ـ اوس خبر شوم چې د ارګ داخل کې ډلبازۍ لا زیاتي شوي.
۶- درې میاشتې د مخه ډاکتر صیب باختر امینزي په منځګړتوب د غني صیب تره قیوم کوچي دلوړو زده کړو له وزیرې مومندې صاحبې سره د محصلینو د چارو د مرستیال وزیر پوست وړاندیز راته وکړ، ما ورته وویل چې زه د دندې اخیستو غوښتنه نه لرم.
۷ـ تیر کال روژه کې په شپاړسم او نهه ویشتم دوه ځلې له ارګ څخه بلنه راغله چې ډاکتر صیب غني د لیدو غوښتنه لري، مال زموږ غوښتنې د ولس غوښتنې دي، شخصي غوښتنې نلرو، لیدو ته اړتیا نه شته.
۸- درې اونې د مخه قادر ودان او نبي مصداق ( د ډاکتر غني ځانګړي سلاکاران او استازي) راسره جرګه شول، وروستۍ لیدنه مو د ضیالحق امرخیل صیب په دفتر کې د هغوی په موجودیت کې ترسره کړه، قادر ودان راته وویل چې موږ ته ارګ دنده سپارلي چې هر معینیت چې تاسو غواړي، موږ حاضر یو چې هلته در یې کړو، ما ورته منفي ځواب ورکړ. ودان صیب ته مې وویل چې مننه، حکومت باید د ولس عزت او ناموس وساتي، همدا زموږ غوښتنه ده.
۹- دوه اونې د مخه راته ډاکتر صیب امینزي د (سرې میاشتې) د ریاست وینا وکړه چې زه به ارګ سره پرې وغږیږم خو ما ورته کړه چې وزارت هم راکړي زه له حکومت سره دنده نه اجرا کوم.
۱۰. څه وخت د مخه ګلزار صیب د غني سیاسي سلاکار په یوه لویه ناسته کې چې لالی، استاذ یون او د ارګ ګڼ نور کارکوونکي هم موجود وو، وویل چې ډاکتر غني ته مې وویل چې ټول خلک درنه خفه دي، غني پوښتنه وکړه لکه څوک وای ما ورته وویل لکه ځلاند. ګلزار صیب وایې چې غني راته وویل چې هغه وظیفه نه غواړي، ورشه هره وظیفه چې غواړي ور یې کړه. ما یو ځل بیا ورته وویل چې وظیفه نه وطن ژغورنه ـ بس!
د پورته مواردو پرته، په لسګونو دولتي او ملي کسانو راته په وار، وار ویلي چې ډاکتر صیب غني، اتمر او حتی عبدالله دېته حاضر دي چې تاسو ته ستاسو په خوښه دنده درکړي، خو زموږ همدا یو ځواب دی چې حکومت باید د ولس ملاتړ تر لاسه کړي او له معاملو او دسیسو لاس واخلي. اوس مو هم په ارګ غږ دی چې له دسیسو، کرکې او له ولس سره له دښمنې دې لاس په سر شي، موږ یې ملاتړ ته تیار یو.
هغوی چې په شخصي ګتو، ځانغوښتنې او کينه، حسد کې بند پاتې دي، بیځایه تور، تهمت او دسیسو ته یې کار ویلی، په حکومتي چوکیو بار پراته دې، خو موږ د ولس خدمت او چوپړ ته د ژوند د ستر هدف په سترګه ګورو، تل به د ولس تر څنګ ولاړ و، کله به هم په دې نامشروع، غل او پردیپال حکومت کې دنده وانخلو.
مینه، درنښت!