کور / علمي /  د پارکینسون قانون

 د پارکینسون قانون

لیکوال: محی الدین دلیل

ځه خدای مهربانه دی، تر ازموینې پورې څو ورځې لرم، درس به بیا ورته ووایم.راځه چې ځو، پرېږده ! ډېر وخت شته، بیا به یې وکړئ.ښایې دا رنګه جملې مو ډېرې اورېدلې وي.ډېرې ځوانان په دغه رنځ اخته دي ، د کم وخت کار تر ډېره غځوي. د پارکینسون قانون هم همدې خبرې ته اشاره کوي.نوموړی قانون وایي، چې هر کار تر هغې پورې ځنډېږي تر کومه چې وخت ورکړل شوی وي. یعنې که یوه کار ته چې کېدای شي په دریو ورځو کې ترسره شي لس ورځې وخت ورکړل شي نو، تر لسو ورځو به وغځېږي.دغه قانون په ۱۹۵۵ زېږدیز کې د انګلیسي لیکوال (سیریل نورتکوت پارکینسون) لخوا په طنزیه ډول د انسان د چلند او رفتار په اړه رامنځته شو.نوموړي په خپله لیکنه کې دې خبرې ته اشاره کړې چې د بورکراسي نظام کارکوونکي په کال کې له ۵ تر ۷ سلنه زیاتېږي ولې د کارونو او کړنو په شمېر او ډېروالي کې یې هیڅ توپیر نه رامنځته کېږي.د پارکینسون دغه خبره که څه هم په لومړیو کې یو طنز او شوخي وه، په حیرانونکي ډول ریښتیا ثابته شوې او داچې ډېره تکرار او له یو څخه بل ته انتقال شوې، ډېری خلک نه پوهېږي چې دغه قانون په لومړیو کې یوه شوخي وه.

دغه قانون تر ډېره زموږ په ټولنه کې پلی کېږي.د بېلګې په ډول په پوهنتون کې ښوونکی کورنۍ دنده درکوي، چې د دریو میاشتو په موده کې باید تسلیم شي! نو ډېری زده کوونکي تر دوه نیمو میاشتو له خپلې دندې خبر هم نوي، چې دنده د څه په اړه ده، بیا له یو بل څخه پوښتي او بالاخره یې ولیکي او په ورستۍ ورځ یې ښوونکي ته ور وړي.همداسې که ځير شو نورې ډېرې بېلګې به ومومو.نو ددې لپاره چې په ژوند کې مو چټکوالی، موثریت، مثمریت او مولدیت ډېر شي، اړینه ده،چې په دغه قانون باندې پوه شو او پر وړانډې یې ودرېږو.

د پارکینسون قانون ته د ماتې ورکولو لارې چارې

  • کارونه او کړنې مو ډلبندي کړئ.

تل کوښښ وکړئ چې، کارونه او کړنې مو په وړو او کوچنیو برخو ووېشئ.ډېری وختونه یو کار درته وسپارل شي، په غیر شعوري ډول  به مو د پارکینسون قانون په ذهن کې رامنځته شي، فکر کوئ چې د کار د ترسره کولو لپاره ډېر وخت لرئ او بیا به يې لخیره پیل کړئ، نو له دې کار څخه د ژغورنې لاره داده چې لوی کارونه مو په کوچنیو او وړو برخو ووېشئ ، بیا د هرې برخې لپاره وخت ځانګړی کړئ.دغه روش به له تاسو سره مرسته وکړي چې، په ټاکلي وخت کې مو د ځانکړي کار برخه ترسره کړئ. بالاخره به وکولای شئ چې، د پارکینسون د قانون پر وړاندې مبارزه وکړئ او کارونه مو پر وخت ترسره کړئ.

  • د کار د پای وخت وټاکئ:

ددې لپاره چې د پارکینسون د قانون ښکار نشئ اړینه ده د کار پای مو وټاکئ.د کار پای په ټاکلو کې له اندازې او مقدار څخه زیات کیفیت او څرنګوالی په نظر کې ونیسئ.د بېلګې په ډول ددې پرځای چې ووایې، دا کتاب باید یوه ورځ کې ولولم، پردې فکر وکړئ چې، باید له دغه کتاب څخه څه زده کړم او په ژوند کې مې کوم بدلون راولم.

  • د هر کار ترسره کولو ته ځانګړی وخت وټاکئ.

ډېری وخت د زیاتو او بېلابېلو کارونو او مسولیتونو په ترسره کولو کې د پارکینسون قانون رامنځ ته کېږي.لدې ناورین څخه مخنیوی وکړئ ! که نه نو؛ د ورځې یا مودې په پای کې به غوښتونکو پایلو ته و نه رسېږئ.نو د مخنیوي لپاره یې ښه داده چې په یو وخت کې څو کارونه ترسره نه کړئ، او د هر کار ترسره کولو ته ځانګړی وخت ورکړئ.په دې سره به وکولای شئ، چې له وخت څخه مو په موثره، مثمره او مولده ډول ګټه پورته کړئ ، خپل ټول کارونه پر وخت ترسره او د پارکینسون له قانون څخه مخنیوی وکړئ.

  • خپل ځان ته چېلینج ورکړئ.

په مخکینو څو ټکو کې مو وویل چې، د پارکینسون قانون ته د ماتې ورکولو لپاره دا اړینه ده چې هر کار یا فعالیت ته یوځانګړی وخت ورکړل شي، نو کله مو چې یوه کار ته ځانګړی وخت وټاکه او وموغوښتل چې په هماغه ټاکلي وخت کې ېې حتمآ ترسره کړئ نو، اړینه ده بېلابېل او ضروري روشونه، وړتیاوې، تجربې، هنر او نور ترلاسه کړئ، ترڅو وکولای شئ، هر کار په خپل وخت ترسره کړئ.نو خپل ځان ته چلېنچ ورکول هم کولای شي، د پارکینسون قانون ته ماته ورکړي.

پورته مو په لنډ ډول د پارکینسون د قانون پر وړاندې د مبارزې څو وړې لارې چارې وښودې، له دې پرته ډېرې نورې لارښوونې هم شته چې پدې برخه کې دپام وړ رول لوبولی شي. ماسون کولي وايي:( ځنډ آسان کارونه سختوي او سخت کارونه لا ډېر سختوي).