د امريکا ولسمشرۍ ته کانديدان په افغانستان کې د پوځيانوزياتوالی غواړي.

27 | جولای 15th, 2008


د امريکا راتلونکې ولسمشريزو ټاکنو ته  کانديدان (ريپیليکن جان ميکين او ډيموکراټ بارک اوباما)  په ډاګه کړي که  د امريکا ولسمشر شي، افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو شمېر زيات کړي. د دې همغږۍ سره سره، دواړه کانديدان په يو بل د افغانستان په اړه د لږو معلوماتو د لرلو توورنه لګوي.


نن  جان ميکين خبريالانو ته وويل چې نوموړی به درې کنډکونه افغانستان ته وليږي.  د واشنګټن پوسټ په وينا کله چې هغه وپوښتل شوچې د اوباما سره يې د افغانستان په ستراتيژۍ کې څه توپير دی؟ نوموړي وويل. ((اوباما هيڅ ستراتیژي نه لري. هغه يوازې په افغانستان کې د پوځونو زياتوالی غواړي او د سيمي په اړه ډير کم معلومات لري. اوباما هيڅکله افغاسنتان ته نه دی تللی او په دغه هيواد کې يې د امريکايي جنرالانو سره مخامخ نه دي ليدلي او نه هم د هغوی له اړتياوو خبر دی.))


خو اوباما وايي چې په سينيټ کې د بهرنيوو چارو د کمېټي مشر وو او په بهرنيو حالاتو د ميکين په پرتله ښه خبر دی. د نوموړي ويب سايټ ښئ   چې  هغه به په نزدې راتلونکي کې افغانستان، عراق او څو نورو منځني ختيځو هيوادونوته لاړ شي. بارک اوباما وار دمخه ويلي چې افغانستان ته بايد نور لس زره پوځيان وليږل شي .  


د بارک اوباما ويب سايټ څرګندوي چې افغانستان ته بايد ډيره پاملرنه وشي کنه نو حالت به يې ډير زر د عراق نه هم بدتر شي. هغه څو ورځي مخکې د کرزي په حکومت تور لګولی وو چې د حکومتي چارو په بريالي چلولو کې پاتې راغلی.   اوباما همدارنګه د پاکستان په اړه سخت دريځ لري او مياشت وړاندې يې ويلي وو چې که پاکستان په خپلو قبايلو سيمو کې د ترهګرو مخه نه شي نيولی نو امريکايي پوځيان بايد هلته  ننوځي او ترهګر وځپي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024