د پارسونز له انده پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې

Aziz Rahman Hazim | جنوري 18th, 2018


لېکوال: زاهد “صدیقي”

پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې یعنې څه؟

د کومو ځانګړنو له مخې پرتله کېږي؟

او زمونږ ټولنه چېرته ده؟

یادو پوښتنو ته “ټالکوټ پارسونز” ځواب وایي.

د شلمې پېړۍ امريکايی ټولنپوه “ټالکوټ پارسونز” پرختللې او وروسته پاتې ټولنې سره پرتله کوي.

پارسونز پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې د شپږو بېلابېلو ځانګړنو له مخې پرتله کوي.

درې ځانګړنې لوېدیځو او درې نورې غیرې لوېدیځو ټولنو ته په ګوته کوي.

پارسونز د غیرې لوېدیځو ټولنو نسب پالنه د لوېدیځو ټولنو ښایسته سالارۍ، درهم نگري د ويژه نگری او خاص پالنه د عام پالانې پر وړاندې مطرح کوي.

د پارسونز مطلب له نسب پالنې څخه دا دی، چې په وروسته پاتې ټولنو کې کاري فرصتونه او ټولنیز موقعیتونه د نسب له مخې په میراث ورکول کېږي. په بله وینا، په وروسته پاتې ټولنو کې کاري فرصتونه او ټولنیز موقعیتونه له پلار او نیکه څخه په میراث ترلاسه کېږي.

په وروسته پاتې ټولنو کې نسب پالنه د سیاست والو، اقتصاد پوهانو، ټولنپوهانو او د ټولنې د ټولو وګړو لپاره یوه مهمه مسئله ده.

خو په پرمختللو ټولنو کې ښایسته سالارۍ د نسب پالنې ځای ناستی ګرځي. کاري فرصتونه تخصصي دي، د ټولنې وګړي د ښایسته سالارۍ له مخې سیاسي او ټولنیز موقعیتونه ترلاسه کوي، کسبي وړتیاوې د انتصابي وړتیاو په پرتله ډېر ارزښت لري.

د پارسونز دویمه ځانګړنه، خاص پالنه د عام پالنې پروړاندې: د نوموړي مطلب دا دی، چې په غیرې لوېدیځو ټولنو کې سیاستونه او د (واک او ثروت) سرچینې د ټولنې د یوې ځانګړې ډلې په ولکه کې وي

،ټول امکانات د یوې ځانګړې ډلې د ګټو وټو د پوره کولو په موخه کارول کېږي. په داسې یوه ټولنه کې خلک پیژندل شوي نه دي، د خلکو مصلحتونه او ګټې ارزښت نه لري.

خو په لوېدیځو پرمختللو ټولنو کې عام پالنه خپل ځای لري. سیاسي واک د سیاست پوهانو له لوري اداره کېږي. سیاست وال د رڼو او عادلانه ټاکنو پر بنسټ د خلکو له لوري ټاکل کېږي. د درغلیو په بدل کې به خلکو ته ځواب ویوونکي وي. په ټوله کې سیاسي حاکمان او سیاسي نظام د خلکو د ټولیزو ګټو لپاره هڅې کوي. د خلکو لپاره د هوسا ژوند برابرول د دولت له مهمو مسئولیتونو څخه ګڼل کېږي، د دولت سیاسي ستراتېژي او پلانونه د ټولنې د ټولو وګړو د ستونزو د حل په موخه وي.

درهم گرایي او ویژه نگرِي: دا دوه ځانګړنې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او آن د نظامي بنسټونو کړنو ته اشاره کوي. د پارسونز مطلب له درهم نگرۍ څخه له کړنو څخه انحراف دی. په بله وینا، په غیرې لوېدیځو ټولنو کې د شته بیلابیلو بنسټونه پام د خپلو تعریف شویو کړنو پرځای د نورو بنسټونو پر کړنو ورټول وي. لکه اقتصادي بنسټ پر سیاسي، ټولنیز بنسټ پر فرهنګي او… له بلې خوا په غیرې لوېدیځو ټولنو کې، د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ کاري مداخلې شته دي، یعنې یو بنسټ د نورو بنسټونو په کړنو کې لاس وهنه کوي. د بنسټونو د اصلي او فرعي کړنو ترمنځ هیڅ توپیر نه کېږي.

خو په لوېدیځو پرمختللو ټولنو کې بیا ویژه نگري، تخصص پالنه او د نورو بنسټونو په کړنو کې مداخله نه کول، مطرح دي. بېلابېل بنسټونه د څرګندو او تعریف شویو کړنو درلودونکي دي. کومې کړنې چې د ترسره کولو وړتیا ېې ولري. که چېرې یاد بنسټونه خپلو تعریف شویو او اصلي کړنو ته پاملرنه ونه کړي نو ترې پوښتنه او څېړنه کیږي.

یادې ځانګړنې په اسانۍ سره کولای شي چې زمونږ ټولنه تعریف کړي. نسب پالنه د سیاسي او ټولنیزو موقعیتونو د ترلاسه کولو لپاره مهم اصل بلل کېږي. د بېلګې په ډول که د چا پلار وزیر وي نو وروسته له پلاره به زوی هم وزیر وي.

د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موقعیتونو د ترلاسه کولو لپاره وړتیا معیار نه بلل کېږي. دلته وړتیا ډیره مهمه نه ده. د هرې ټولنې ځانګړې ډلې له ډېرو امکاناتو او سرچینو څخه برخمن وي. په داسې حال کې چې عام وګړي له ډیر خدمتونو او امکاناتو څخه بې برخې وي. یاده مسئله ان د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادنو د اړیکو ترمنځ هم ترسترګو کېږي. کوم تړونونه چې د هېوادونو ترمنځ لاسلیک کېږي، نو د ټولنې په یوه ځانګړې ډله پورې اړه لري. که چېرې د ځانکړې ډلې ګټې په کې خوندي نه وي، نو د تړون لاسلیک ښايي ممکن نه وي.

په پایله کې باید وویل شي، چې یادې ځانګړنې دوه ډوله ټولنې جلا او ترمنځ یي توپیرونه را په ګوته کوي. زمونږ ټولنه د وروسته پاتې ټولنو له ډلې څخه یوه ده. په جرات ویلی شو چې زمونږ په ټولنه کې خاص پالنه، نسب پالنه او درهم ګرایی واکمني کوي. ممکن مونږ ونشو کولای چې په خپله ټولنه کې د لوېدیځو پرمختللو ټولنو تعریف شوې ځانګړنې پلې کړو خو دا په دې مانا هم نه ده چې، موږ د یادو ځانګړونو د هضمولو ظرفیت او وړتیا نه لرو. کولای شو له داخلي او نړیوالو امکاناتو څخه ګټه واخلو او یادو مهمو ځانګړنو ته لاسرسی ومومو. په دې برخه کې عامه پوهاوی ډېره مرسته او ځانګړی رول لوبولی شي. ځکه عامه پوهاوی د دې لامل کېږي چې خلک د خپلو مشروع غوښتونو لپاره پر خپلو سیاست والو فشار راوړي، ترڅو له شخصي ګټو یي پام ټولیزو او ملي ګټو ته واوړي.

Copyright Larawbar 2007-2024