کور / سياسي / طالبانو امريکايي پوځي اډه ماته کړه ( د هاري څېړنه)

طالبانو امريکايي پوځي اډه ماته کړه ( د هاري څېړنه)


د کنړ په ولايت کي، د امريکايي عسکرو بېسارو تلفاتو د امريکا په مطبوعاتو کي تادوه بحثونه را پورته کړي دي.  دلته به فقط د دريو ورځپانو او مجلو لنډيز وړاندي سي، خو ددې تر مخه چي  د امريکايي مطبوعاتو اجمال ته ولاړ سو ، لمړى به يوه لنډه تبصره  ورسره ملگرې کو.  

په کنړ کي، پر امريکايي پوځي اډې باندي د طالبانو منظم او مرگانى بريد د ا فغانستان په روان جنگ کي د طالبانو په ستراتيژۍ او تاکتيک  کي د نوي بدلون نښه او علامه ده.  پخوا، طالبانو يوازي په انتحاري حملو، د سرونو په غوڅولو، او د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوله.  مگر اوس  د جبهيي او منظمو حملو بندوبست کوي.  د طالبانو په ستراتيژۍ کي دا نوى بدلون د هغوى د قوت او زور نښه ده.  طالبان دونه قوي سوي دى چي کولاى سي په سلهاوو جنگيالي منظم کړى او د يوه معين هدف لپاره يې وکاروي.  منظمي او دقيقي حربي نقشې او پلانونه جوړ کړي او بيا يې په ډېر دقت او مهارت عملي کي.  د طالبانو په ستراتيژۍ کي به همدا نوى بدلون  د افغانستان شرايط نور هم پېچلي او خونړي کړي.

دوهم، د طالبانو په ستراتيژۍ  کي دا نوى بدلون داښيي چي عامه افغانانو د طالبانو سره خواخوږي پيدا کړې ده.  ددې خواخوږي  يو ا صلي  عامل د امريکايي قوې بې امانه او مرگانۍ بمبارۍ دي چي پدې وروستيو ورځو کي يې بېشماره بې گناه او ملکي کسان وژلي دي.  د کنړ په ولايت کي پر امريکايي اډې باندي حمله د هغه ځاى څخه فقط يو کيلومتر ليري وسوه چيري چي د امريکايانو په بمباريو کي ٢٢ تنه بې گناه او ملکي هيواد وال د جولاى پر څلرمه قتل سوي وه.  دا انکشاف نه يوازى د تامل وړ دى، بلکي په افغانستان کي دېره امريکايي او نورو خارجي قواوو ته  د خطر زنگ هم دى.  شورويانو هم په خپل لس کلن اشغال کي ملکي کسان په نښه کول، خو عاقبت  يې  اوس موږ ټولو ته څرگنددى.  هيلمن يم چي په امريکا کي د جمهوري رياست د انتخاباتو سره سم، سپني مانۍ ته عقل، منطق، او کفايت بېرته راستون سي.  د بوش اته کلنه توره دوره نه يوازي د افغانستان لپاره خطرناکه سوه، بلکي جهاني سوله او ثبات يې هم د جدي خطرونو سره مخامخ کړى دى.

دريم، په عراق کي د القاعدې ماته ددې سبب سوه چي د القاعدې فراريان يو ځل بيا افغانستان ته مخه کړي.  سني عراقيانو له عقل او منطق څخه کار واخيست او  د القاعدې په قاتلانو پسې را واخيستل. داسي برېښي چي د القاعدې همدې فراريانو خپله جنگي تجربه افغانستان ته راوړې ده، او غواړي چي  په افغانستان کي د عراق د ماتي  تلافي وکړي.  افغانانو ته پکار ده چي د القاعدې قاتلان هر چيري چي وي ختم او تباه کړي، او پخپل عقل او درايت له بين المللي ټولني څخه د سالمي مرستي غوښتنه وکړي.  د خپلو ملي منافعو دفاع وکړي، او د بوش او کرزي تباه کونکي  پاليسۍ ردي کړي.

څلرم، په افغانستان کي زياتېدونکي جنگونه د بوش او کرزي لټي، بې کفايتي، او بې غوري ښيي.  د بوش ادارې په دې تېرو څو کلونو کي عامه امريکايان  پدې غولول چي په افغانستان کي هر څه ښه روان دي او برى مو تر لاسه کړى.  مگر اوسني جنگونو او قتلونو د ښاغلي بوش پخوانۍ څرگندوني گرده چټييات ثابت کړل.  ددې لنډي مقدمې څخه را وروسته راځئ چي د امريکايي مطبوعاتو راپورنو ته پام وکو.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د جولاى د مياشتي پر ١٥ باندي د کنړ په ولايت کي د امريکايي عسکرو د تلفاتو په باب ليکي:  غربي دپلوماتان وايي هغو طالبانو چي د يکشنبې په ورځ د کنړ په ولايت کي د پاکستان سرحد ته څېرمه پر يوې امريکايي پوځي اډې باندي بريد ښخ کړ، د هغوى شمېر ٢٠٠ جنگياليو ته رسېدى.  پدې حمله کي، ٩ تنه امريکايي عسکر وژل سوي او ١٥ نور ټپي سوي دي.  د امريکايي عسکرو لپاره دکال ٢٠٠٥ راهيسي، دا تر ټولو مرگانۍ حمله وه.  پدې بريد کي، څلور تنه افغاني عسکر  هم ژوبل سوي دي.

دې خونړي جنگ تقريبا څلور ساعته  دوام وکى.  که څه هم، پدې جگړې کي  زيات شمېر طالب جنگيالي وژل سوي دي، خود  امريکايي عسکرو تلفات د اندېښنې وړ مسله ده.  پدې اډه کي، ٤٥ امريکايي او ٢٥ افغاني عسکر پراته وه.  دا اډه  تېره اونۍ جوړه سوې وه، او دفاعي چاري يې نوې تکميل سوي.  امريکايي مقامات وايي پدې جنگ کي عسکرو د ځان د ساتلو لپاره د موټرونو څخه د مورچل په توگه استفاده کوله. 

امريکايي مقامات، دغه راز، وايي داسي برېښي چي ياغيانو ددې نوي پوځي اډې  همدا دفاعي کمزوري درک کړې وه، او غوښتل يې چي ژر تر ژره له همدې کمزورۍ څخه گټه واخلي.  دا لمړى ځل دى چي ياغيانو د يوې امريکايي اډې دفاع ماته کړه.  بلخوا، دې حملې د امريکايي عسکرو يوه بله کمزوري هم رابرسېره کړه، او هغه دا چي امريکايي عسکر د افغانستان په غرنيو ليرو پرتو سيمو کي شندلي او په کم شمېر پراته دي. 

امريکايي قومندانان وايي: د طالبانو همدې حمله دا وښوده چي هغوى ډېر زړه ور سوي دي، او په پاکستان کي پاخه د سېب ځايونه لري.  امريکايي چارواکي وايي: طالبانو پدې حمله کي له توپکو، راکټونو، او لاسي بمونو څخه کار اخيستى وو، او له کورونو، دوکانونو، او د کلي د ماجت څخه يې د شپې په تېاره کي  ټکان کول. 

يو عالي رتبه امريکايي افسر وايي: ياغيانو په لمړى سر کي په نيمه شپه کي د څارني او ترصد  پر يوه برج بريد ښخ کى، او اکثره امريکايي عسکر هلته وژل سوي دي.  طالبان دونه اډې ته  ور نژدې سوي وه چي د ځينو طالبانو مړي دننه په اډه کي ميندل سوي دي.  طالبانو پدې فوق العاده منظم بريد کي نهايت زړه ورتوب ښودلى دى.   پخوا، طالبانو عموما په انتحاري حملو او د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوله.  يو غربي مامور وايي: دا حمله ډېره منظمه وه او هدف يې د اډې پوره نيول وه.

د نورستان پخوانى والي، تميم نورستاني، وايي: پدې حمله کي د ډېرو کليوالو کورونه خراب سوي دي، خو ځاني تلفات ندي رسېدلي.  هغه زياته کړه پدې سيمه کي د افغاني طالبان په شمول پاکستاني طالبان هم فعاله دي.  مگر په منطقه کي د دونه زياتو طالبانو شتون حتى ښاغلى نورستانى هم هک پک کړى دى.  هغه وايي: ښايي ځيني ځايي خلکو هم د طالبانو سره يو ځاى سوي وي، ځکه د جولاى پر څلرمه امريکايانو په همدې سيمه کي درنه بمباري کړې وه او زيات ملکي کسان يې وژلي وه.   همدې مسلې  د سيمي خلک په غوسه کړي وه. د امريکايانو بمباري فقط يو کيلومتر  لدې اډې څخه ليري سوې وه.   ښاغلي نورستاني  په همدې بمبارۍ باندي سخت انتقاد کړى وو، او ددغه تبصرې وروسته هغه له خپلي وظيفې څخه برطرفه کړى سو.  هغه وايي: د نورستان او کنړ په ولاياتونو کي حالات ډېر نازک او خراب دي.  طالبان ازاد تگ را تگ کوي او هر وخت کولاى سي چي له پاکستان څخه تازه دمه جنگيالي راولي.

په همدې لړ کي، د ټايم مجله د جولاى د مياشتي پر ١٤ د همدې موضوع په باب ليکي:  پر امريکايي عسکرو باندي د طالبانو مرگانۍ حمله د سهار پر ٤:٣٠ بجو باندي پيل سوه.  دا بريد له څو خواوو څخه کېده چي په نتيجه کي ٩ امريکايان تلف او ١٥ نور ټپيان سول.  جنگ تر غرمې پوري دوام لاره، او دواړو خواوو د يو بل پرخلاف باړونه چلول.  امريکايي عسکرو سمدستي د هوايي قوې څخه مرسته وغوښته ، او امريکايي جنگي الوتکو شاوخوا بمباري کوله.  بالاخره، طالبان په شا وتمبول سول، او راپورونه وايي چي د طالبانو ٤٠ تنه جنگيالي وژل سوي دي.

د امريکايي عسکرو جگ تلفات پوځي چارواکي سربداله او گنس کړي دي.  مگر په عادي افغانانو کي د امريکايي عسکرو لپاره هيځ خواخوږي نه لېدل کېږي.  اکثره افغانان د لوږي او بېکارۍ سره لاس او گريوان دي.  اکثره اسياف ملامتوي.  افغانان د دوو نظرونو تر مينځ په نوسان کي دي.  لمړى دا چي بين المللي قوه د افغانستان د ملي گټو پر خلاف عمل کوي، او دوهم دا چي په هيواد کي د امنيت د ساتلو لپاره په کافي اندازه خارجي عسکر نسته. 

زياتره افغانان دا نسي منلاى چي اسياف د خوراکي موادو او تيلو قيمتونه نسي کنټرولولاى. هغوى پدې خبر دى چي د امريکا توغندۍ په خورا دقت د طالبانو دسېب ځايونه ويشتلاى سي او تر څنگ يې نوري ودانۍ سالمي ولاړي وي.  بنا، په افغانانو کي يوه دسيسيي نظريه حاکمه ده.  هغه دا چي بين المللي قوه دطالبانو ختمول نه غواړي.  افغانان باور لري چي امريکا قصدا افغانستان بې ثباته ساتي، څو په هيواد کي د امريکايي عسکرو د شتون لپاره يو دليل ولري.  يا دا چي امريکا غواړي له افغانستان څخه پر ايران باندي يرغل وکي.

د کابل يو ټکسي وان وايي:” که چيري تاسو د اسياف د موټر تر شا روان ياست، هغوى سمدستي پر تاسو فير کوي او ژوني مو.  دا زما ملک دى. دا زموږ لپاره يو لوى شرم دى.”

په کنړ کي، د حکمتيار د حزب اسلامي غړي فعاله دي.  ځيني خلک گومان کوي چي د حکمتيار پلويان همدا حمله کړې ده.  د نورستان د ولايت پخوانى والي، تميم نورستاني، وايي: پدې حمله کي د حکمتيار خلکو او افغاني او پاکستاني طالبانو برخه اخيستې وه.

همدارنگه، د کرسيچن ساينس مانيټور ورځپاڼه د جولاى د مياشتي پر ١٥ د همدې حملې په باب ليکي:  د کنړ په ولايت کي د امريکايي عسکرو پر خلاف مرګانۍ حمله په افغانستان کي د جنگونو د زياتېدو او د جنگي تاکتيکونو د بدلون نښه او علامه ده.  بلخوا، په  افغانستان کي د ناټو د عسکرو زياتېدونکي تلفات ښايي ددې سبب سي چي بين المللي قوه پر پاکستان حملې زياتي کړي. 

پخوا، ياغيانو يوازي گوريلايي جنگونه کول، خو پدې وروستيو وختونو کي هغوى پر پوځي اډو باندي بريدونه پيل کړي دي.  نظامي ماهران وايي: دا حمله خورا په دقت منظمه سوې وه، او د طالبانو زياتېدونکى حربي استعداد او قابليت ښيي. دوى وايي: دا حمله په افغانستان کي د القاعدې زياتېدونکى نفوذ هم ښيي، ځکه طالبان يوه شډله او محلي قوه ده چي د پېچلو او دقيقو عملياتو له تنظيمول څخه عاجزه ده.  بنا، پدې حمله کي  بايد د القاعدې جنگي ماهران شامل وي.  دا حمله په هيڅ وجه د طالبانو د فکر محصول نده.