کور / راپور / د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير: ترڅو چي پاکستان ترهګرو ته ځای ورکړی وي، ګډ همکاري ورسره نه سي کېدای

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير: ترڅو چي پاکستان ترهګرو ته ځای ورکړی وي، ګډ همکاري ورسره نه سي کېدای

د امریکادبهرنیو چارو مرستیال وزیر سلیوان ویلي امریکا د پاکستان سره په ګډه کار کولو ته لېواله ده، خو ترڅو چي پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي، دا ډول همکاري نه سي کېدای.

دافغانستان په هکله دملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډې ته پخپله وینا کې دامریکا مرستیال وزیر وويل: په افغانستان کې جګړه د زور له لاري نه سي ګټل کېدای، دا جګړ بايد د سياسي جوړجاړي له لاري ختمه سي.

مرستيال وزيرسلیوان وویل د سولي د تړون لپاره بايد لومړی طالبان له ترهګريزو فعاليتو څخه لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون ته به غاړه ږدي.

دبهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل “ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره بايد پر دې کار وسي چي طالبان د مستقل کړو او د هغوی د عوائدو او اکمالاتو مخه ډب کړو تر څو هغوی پوه سي چي جګړه د زور له لاري نه سي ګټلای او يواځينۍ حللاره ئې سوله ده.”

مرستیال امریکایي وزیر زياته کړه: دامریکا او افغانستان دګډو ځواکونو په عملیاتو کي دافغانستان په ختیزو سیمو کي د داعش دجنګیالو پر ضد په جګړه کي پرمختګونه سوي دي او ډيري سيمي ئې ځني نيولي دي.

په ورته وخت کي دافغانستان دبهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د ملګرو ملتونو غونډې ته ویلي چې په تیرو لسو میاشتو کي دافغانستان ځانګړو ځواکونو د۲۰۰ څخه زیات عملیات کړي او ترهګرو ته ئې درانه زیانونه اړولي دي.

بل لوري ته په ملګرو ملتونو کي دپاکستان استازي ملیحه لودهي دامنیت شورا غونډې ته ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره  د افغانستان سره پر پوله امنيتي ګامونه اخستي او هیله ئې داده چي افغانستان به هم په خپل وار دترهګرۍ ضد جګړه کي مهم ګامونه پورته کړي.

هغې وویل پاکستان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې خاوره ئې د بل هیواد په ضد دترهګرۍ لپاره استعمال سي ، خو امریکایي او افغان چارواکي تل پاکستان په دې تورنوي چي پاکستان پخپله خاوره کي ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه ورکړي دي.