کور / تازه خبرونه / کونړ کې ٣٥ تنه وژل شوي دي

کونړ کې ٣٥ تنه وژل شوي دي

د کونړ ولايت په پېچ دره کې دامريکايانود بمبارۍ له لامله لږ ترلږه ٣٥ تنه وژل شوي دي . دايساف د خبر پاڼې له مخې وژل شوي ټول هغه طالبان دي ، چې له څو ورځو راهيسې يې په سيمه کې دايتلافي ځواکونو خلاف مقاومت کاوه ، اعلاميه کې ويل شوي ، چې دا ټول هغه کسان دي ،چې له کورونو، جوماتونو او نورو بېلابېلو پټو ځايونو څخه يې پر ائتلافي ځواکونو بريدونه کړي و.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد  لر او بروېبپاڼې ته وويل ، چې وژل شوي ټول کسان ټول هغه دوکانداران دي ، چې امريکايانو ورته له سيمې څڅه د ځانونو دوېستلو امر کړى و ، مجاهدزيات کړه  کله ، چې دوکانداران له سيمې څخه ووتل امريکايانو پرې بمبارد وکړ او ټول يې ووژل