کور / سياسي / پاکستان: افغانستان دې طالبانو ته د سولې یوه پلان وړاندې کړي

پاکستان: افغانستان دې طالبانو ته د سولې یوه پلان وړاندې کړي

رقيب سائل

د افغانستان په پلازمینه او په نورو ولایتونو کې تر وروستني سخت وضیعت وروسته، پاکستان یو وار بیا له افغانستان څخه وغوښتل چې طالبانو ته د سولې یو پلان وړاندې کړي.

د رسنیو د راپورونو په حواله؛ دا خبره په اسلام اباد کې د باوري سرچینو له خولې ويل شوې ده.

د پاکستان هېواد ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په دې اړه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي له قولهلیکلي:

“موږ له افغان مشرانو توقع لرو چې په کابل کې راتلونکې میاشت په مهم کنفرانس کې یو جامع وړاندیز وکړي څو پر اساس یې طالبان خبرو ته حاضر شي”

دغه چارواکی چې نوم یې نه دی اخېستل شوی. یادې ورځپاڼې ته ویلي؛ د افغانستان چارواکي باید یو داسې پلان وړاندې کړي چې وسله وال مخالفان یې د سولې خبرو ته تشویق شي.

په ورته وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه.

 هغه وویل؛ دوی تمه نه لري چې دا ستراتیژي دې نتیجه ورکړي.

 ټریبیون لیکلي؛ راتلونکې اوونۍ به د پاکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ شي چې د کابل تر کنفرانس وړاندې د دوو هیوادونو ترمنځ اختلافات کم کړي.

بل خوا د افغانستان حکومت او دلته سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې که پاکستان وغواړي طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی شي.

افغان حکومت هر وخت د ترهګرو ځالو د موجودیت په اړه پاکستان تورنوي، خو په ځواب کې یې تل پاکستان ځان منځوی ښيي او فکر کوي، چې دوی هم مهاله له افغانستان سره په ګډه د ترورېزم مبارزه کوي.

پاکستاني چارواکو په خبره، چې پاکستان تل د سیمې امنیت او ثبات لپاره له حده زیاتې قربانۍ ورکړې دي او لا هم دوام لري.

بل خوا ولسمشر ټرمپ د سویلې اسیا لپاره په خپلې ستراتیژۍ کې پاکستان په دې تورن کړ، چې ګواکې له ترهګرو سره همکاري لري. 

هغه له پاکستان وغوښتل، چې په دې اړه باید نور خپله مبارزه عملاً امریکا، نړۍ والې ټولنې او افغانستان ته وښيي، چې دوی رښتيني مبارزه کوي.

له کله نه چې د امریکا یاده ستراتیژي اعلان شوې. له هماغه وخت د امریکا او د نړۍ نورو هېوادو پام پاکستان ته شوی دی.

هر وخت په دې اړه پر پاکستان نیوکې شوې خو دا ځل تر بل وخته زیاتې نیوکې پر پاکستان کېږي.

د امریکا ولسمشر د نوي کال په لومړي ټوېټ کې بیا هم پر پاکستان تنده نیوکه وکړه.

نومړي ویلي، چې امریکا پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ډيره مالي مرسته کړې ده خو د هغه په خبره چې پاکستان تل نړۍ او امریکا ته دروغ ویلي دي.

پاکستان یې په ځواب کې هغه مهال وویل، چې دوی له امریکا څخه ترلاسه شویو مالي مرستو باندې د سیمې امنیت لپاره کار کړی دی او چمتو ده چې د یوې ـ یوې روپۍ حساب ورکړي.

د افغانستان په اړه د دغو دواړو هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې سختيږي.

په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان په ډيرو وارداتي توکیو سخت بندیزونه هم ولګول.

همدارګه په دې وروستیو کې په کابل کې د وسله والو طالبانو له لوري سخت بریدونه وشو، چې له امله یې زیاتو خلکو ته مرګ ژوبلې هم وا وښتې.

اوس تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان دې طالبانو ته یو معلوم پلان وړاندې کړي.

ویل شوي، چې ښايي په راتلونکې اوونۍ کې د دغه هېواد یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر وکړي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د افغانستان په اړه دا ډول خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ډير ځله ورته ډول غوښتنې کړې او د مرستې وعده یې کړي خو تر اوسه یې هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.