کور / راپور / د هرات ديني عالمانوطالبان په نسلوژنه تورن کړل

د هرات ديني عالمانوطالبان په نسلوژنه تورن کړل

په هرات ولایت کې دیني عالمانو طالبان په دې تورن کړه چي د دین د نامه څخه په استفاده په افغانستان کې نسل وژنه کوي.

د هرات ديني عالمانو وويل: د طالبانو حملې د اسلام د احکامو خلاف دي او د طالبان ئې د پرديو استخباراتو د لاس آله وګڼل.

دیني عالمانو دا څرگندوني وروسته ترهغه کړ ي چي په دې وروستيو کي  کابل، کندهار او ننگرهار دخونړیو بریدونو شاهدان وه او په دې برېدونو کي تر ۱۰۰ زيات کسان ووژل سوه او تر ۱۶۰ زيات ژوبل سوه.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس سید محمد شیرزادي په دغه غونډه کي پر طالبانو نيوکه وکړه او وئې ويل: دیني عالمان باید ددې ډول اعمالو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

ښاغلي شیرزادي وویل “نور چوپتیا بس ده. د دین په نوم یې نسل وژنه پیل کړې، غواړي زمونږ د ایماني، دیني او فرهنگي ارزښتونو پر ضد مبارزه وکړي. خو دوی تېروتلي دي، او ټول هغه کسان چې ددې پروگرامونو شاته پلانونه جوړوي، باید پوه سي چي که زموږ د ځوانانو وینې یې توې کړې مونږ سر له همدې ساعته د دین او وطن د دښمنانو پر وړاندې حقایق په زغرده بیانوو”.

د هرات یو بل دیني عالم مولوي احمدعلي جبرییلي د وروستیو بریدونو په غندلو سره د افغانستان د متحدو هیوادونو په ځانگړې توگه د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په هیواد کې د امنیت د ټینگدولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د هرات ولایت د جوماتونو رئیس مولوي محمد فقیري وويل: “دغه ډول اعمال د اسلام په مبین دین کې هیڅ ځای نه لري او د افغانستان دننه داسې کسان سته چي د پردیو غلامي کوي او زموږ ملت په خاورو او وینو لړي.”

د هرات والي محمد آصف رحیمي د هرات د دیني عالمانو په غونډه کې وویل : طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر د افغانستان د بنسټیزو پروژو په ورانولو سره ددې هیواد د اقتصادي ودې مخه نیولې ده. هغه زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو څخه په ګټه اخيستلو سره کوښښ کوي چې د افغانستان د خلکو د پرمختگ مخه نیسي.

د هرات ولایت د مدني ټولنو شبکو هم د یو خبري کنفرانس په جوړولو سره په کابل کې وروستي بریدونه چې په سلگونو ملکي کسانو ته پکي مرګوژوبله واوښته وغندل او د ملگرو ملتونو څخه ئې وغوښتل چي دا پېښي جدي تعقیب کړي.

همدا راز د نیمروز ولایت دیني عالمانو هم د طالبانو وروستي بريدونه وغندل.