کور / راپور / ولسمشر غني: د ترهګرو مرکز پاکستان دی او پر ضد ئې ددې هيواد عملي ګام ته په تمه يو

ولسمشر غني: د ترهګرو مرکز پاکستان دی او پر ضد ئې ددې هيواد عملي ګام ته په تمه يو

افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستانه وغوښتل چي د پولي د ها غاړي څخه د تنظيمېدونکو اورپکو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.د افغان ولسمشر په وينا د طالبانو مرکز پاکستان دی او له هماغه ځايه تنظيميږي او پاکستان ئې بايد پر وړاندي عملي اقدامات وکړي.

ښاغلي غني دا هم وویل چي افغانان سل کاله وروسته هم د خپلې وینې غچ اخلي.

افغان ولسمشر دغه څرگندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کي د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته د یو شمېر دیني عالمانو او دولتي چارواکو په مخ کي وکړې.

اشرف غني وويل پر ماشومانو او ښځو برید د ټول افغانستان پر خلکو برید دی او دا ډول بریدونه به ملي او هر اړخیزه ځواب ولري.

ولسمشر په تونده لهجه وویل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځايونه په پاکستان کي دي.

ښاغلي غني وويل: پاکستان ته یې د طالبانو د مهمو کسانو او په پاکستان کې د هغوی د مرکزونو او پټنځايونو ليست ور سپارلى دی او له پاکستانه د عملي ګام په تمه دی.

ولسمشر غني زياته کړه، افغانستان په بهرني سیاست کي بریالی دی او د کورني سیاست د بریالیتوب لپاره باید ملي یووالی رامنځته شي او تر څنګ یې باید پرېکړې بايد پرېکنده وي.

ولسمشر غني زیاته کړه امنیتي چارواکو د کابل او افغانستان د امنیت خوندي کولو لپاره نوی پلان جوړ کړی او په امنیتي ادارو کي به سمونونه راسي.

هغه وويل:”له امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا هم مننه کوم، خو څرګنده ده چي امنیتي ادارې اصلاحاتو ته اړتیا لري. په ځانګړې ډول زموږ په استخباراتي ادارو کي. ځکه کله کله دوی استخباراتي مالومات له پامه غورځوي. نو د روښانه اقداماتو ترسره کولو اړتیا لیدل کېږي او دا به ارزول کېږي.”

ولسمشر وویل هغه طالبان چي دترهګريزو بریدونو فکر نه لري بايد له هغو طالبانو راجلا سي چي د ځانمرګو بریدونو او چادونو له امله د افغانانو ژوند اخلي. ولسمشر غني د افغانانو پر یووالي ټينګار وکړ او وئې ویل:د افغانستان دښمن هيڅ وخت د افغانستان او افغانانو خیر نه غواړي