کور / راپور / هلمند: محکمې پنځه تنه په اعدام محکوم کړه

هلمند: محکمې پنځه تنه په اعدام محکوم کړه

د هلمند ولايت ښاري محکمې د جزا ديوان په يوه علني غونډه کې د مارجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يو تن د وژلو د قضيې اړوند پنځه تنه په اعدام او يو تن يې، چې په اړوند قضيه کې يې د يوه مجرم ضمانت کړی وو، په شپږ مياشتنې حبس محکوم کړل.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي: په دې علني غونډه کې د قضايي پلاوي ترڅنګ هلمند والي حيات الله حيات، د ملي امنيت ريس تورن جنرال ياسين خان، د استناف څارنوالۍ ريس، مدافع وکيلانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون درلود.

خبرپاڼه زياتوي، د قضيې په تړاو موظف څارنوال خپله دعوه اقامه کړه، چې له مخې يې د لښکرګاه ښار زړې کلا سیمه کې يو تن د عبدالخالق په نوم وژل شویوو او پکې يې د ښکېلو پنځو کسانو په اړه راټول شوي اسناد او دلايل محکمې ته وړاندې کړل.

د قضيې په اړه د تورنو کسانو مدافع وکيلانو هم خپل د موکلينو په هکله سپيناوی وړاندې کړ، خو محکمې ته د قبول وړ ونه ګرځېدل او د ښاري محکمې د جزا ديوان مشر قضاوتمند جمشېد باري دوست او ورسره پلاوي يې په اړه داسي پرېکړه اعلان کړه: ((په ياده قضيه کې د عبدالخالق د قتل په تور ګل محمد، حقداد، محمد ولي، محمد مهدي او محمد ذکي مجرمين وپېژندل شول، د جزاء قانون د ۳۹۵ او ۳۹ مادو پر اساس پر پنځه واړو د اعدام حکم ورکول کېږي او همدارنګه د مقصود په نوم بل تن، چې په اړوند قضيه کې يې د يوه مجرم ضمانت کړی دی په شپږ مياشتو حبس محکوم کېږي.))

د جزاء ديوان مشر جمشېد وړاندې وويل: دا پرېکړه وروستۍ نه ده او که ياد کسان قناعت ونه لري کولای شي، چې د استناف غوښتنه وکړي.