کور / خبرتیا او پيغامونه / د [اونۍ هنداره] د لومړنۍ پښتو ټلويزيوني خپروني پاڼه

د [اونۍ هنداره] د لومړنۍ پښتو ټلويزيوني خپروني پاڼه

درنو هيوادوالو!


لکه څنګه چي خبرياستی، تېره اونۍ د شنبې دورځي د مازديګر پر ۵ بجو د آريانا افغانستان ټلويزيون د اروپايي څانګي دلاري داونۍ هنداره تر سر ليک لاندي لومړنی پښتوټلويزيوني خپرونه پيل سوه.


کېدای شي ځيني هيواد وال په دې نه وي توانېدلي چي نوموړې خپرونه په ژوندی ډول وګوري. موږ ددې خاطره چي ټول مينه وال وکړای شي « داونۍ هنداره » ټولي خپروني هر وخت زموږ د پاڼي د آرشيف د لاري تر څنګ د خپروني وړې ، وړې برخي په يو ټيوب کښي هم کتلائ سئ ؛ زموږ  پاڼه په لاندي نوم او ادرس ده : 


 Larawbar.com/hindara 


تاسو کولای شی په پورته پاڼه کي« د اونۍ هنداره » ټولي خپروني وګوری . دغه راز په دغه پاڼه کي ددغي خپروني په اړوند نوراړ ين مالومات هم تر لاسه کولای شی .


موږ هيله لرو چي په دغه پاڼه کي ددغي ټلويزيوني خپروني په هکله ستاسو لخوا جوړونکي وړانديزونه اونيوکي هم تر لاسه کړو.


لکه څنګه چي ټول هيواد وال خبر دي دغه ټلويزيوني خپرونه يوه خپلواکه او بې پرې خپرونه ده، دهيڅ بل کوم سازمان او موسسې له خوا نه تمويل کېږي، خو ددغو خپرونو په خاطر بايد موږ يو غټ مبلغ پيسې ورکړو او زه په يوازي سر نه سم کولای دغه مبلغ پيسې تحويلي کړم نو زما هيله دټولو مينه والو نه داده چي ددې خپروني سره مالي بسپنه وکړي او هغه کسان چي غواړي ددې ټلويزيوني خپروني سره مالي مرسته وکړي کولای شی په لاندي بانکي حساب ته پيسې انتقال کړي :


د هالنډ نه دپيسو دانتقال لپاره دبانک دحساب شمېره :
ABN Amro
496003879


دنورو هيوادونو نه دپيسو دانتقال لپاره دبانک ادرس او دبانک دحساب شمېره :
دبانک موقعيت ( ښار )   : Ridderkerk


دبانک دحساب شمېره او کوډونه :
BIC : ABNANL2A
IBAN : NL47ABNA0496003879
496003879


دايمېل پته : Popal_58@hotmail.com 


په درناوي
زکريا پوپل – هالنډ