کور / هراړخیز / میړه د اسقاط پیسې په پور ورکوي او مېرمن یې اسقاط اخلی!

میړه د اسقاط پیسې په پور ورکوي او مېرمن یې اسقاط اخلی!

لیکوال: ا- ځواک

پرون په یوه کلي کې مړی شوی و د مړي وارثینو پیسې نه درلودې؛ نو د کلي له یوه دکاندار څخه د مړي د دفن کولو او د مړي د مراسمو د ښه سرته رسولو په خاطر د ضرورت وړ توکي لکه اوړه، غوړي او نور شیان په پور رانیولي وو او همداشان یوه اندازه نغدې پیسې د سقاط په خاطر نغدې له نوموړي دکاندار څخه په پور اخیستې وې چې دا په اصل کې ډېره زړه بوږونکې ده؛ خو ډېره جالبه خو یې لا دا وه چې د همدې دکاندار میرمنې هم د دې مړي د سقاط په مراسمو کې سقاط هم اخیستی و.

د سقاط ورکړه خو اصلاً اکثر علما یوه حیله او بدعت بولی؛ خو بیا هم دا په یوه دود بدل شوی دی؛ دا خو لا څه کوې چې له سقاط پرته د مړي په لومړي ورځ او څو نورو ورځو د ښځو میله هم ښه په درځ سره روانه وي؛ ځکه د ښځو دپاره داسې ترتیبات د مړي په کور کې نیول شوي چې له یوې ښې میلې سره ورته والی لري یعني په دې ورځ غوړ پولاو، غوښې، تازه ترکاري، ډول ډول تازه میوې، یخني شورباوې او نور خوراکونه تش د نوم په خاطر ورکول کېږي؛ ځکه دا هم هېڅ شرعي سیغه نه لري؛ نو په دې هکله باید دینی علما خپله وجیبه ادا کاندي.

او بله جالبه خو یې لا دا ده چې په دې ورځ اکثره ښځې یو د بل غوښې خوري یعني یو د بل غیبتونه او یو په بل پورې تهمتونه تړي؛ ځکه ښه خوراک یې کړی وي او پوره انرژي یې اخیستې وي. د مړي وارثین د دې په ځای چې مړي د دعا لاسونه لپه کړي د داسې ښځو ښځو چوپړ کوي چې یو د بل غوښې خوري؛ خو پوښتنه دا ده چې په دې میرمنې کې د علما میرمنې هم شته چې د داسې خوراکونو او مېلو څخه خوند اخلي او ګډون په کې کوي؛ نو مانا دا ده چې همدا علما د دې ملا ماتوونکي دود یا حیلو یا هر څه چې تاسو ورته وایست خبر دي خو چې ولې اقدام نه کوي دا به نو دوی خبر وي او بس؛ خو که مو دا خوار ولس له یوه داسې دروند باز څخه وژغورو نو هرو مرو به الله جل جلاله له تاسو راضي شي.