کور / راپور / په اسلام اباد کي د پښتنو لاريون دوام لري

په اسلام اباد کي د پښتنو لاريون دوام لري

له څو ورځو راهيسته په اسلام اباد کي د پښتو احتجاجي ناسته دوام لري، احتجاج کونکي غواړي د نقيب الله مسيد د وژني په تور تورن کسان محاکمه سي. خو پاکستانی حکومت وايي تراوسه د نقيب الله مسيد د وژني په تور ککړ پوليس افسر راو انور په نيولو نه دي توانېدلي او له چارواکو څخه لادرکه دی.

په اسلام اباد کي لاريون کونکي پښتانه بيا وايي څنګه کېدای سي چي يو کس د پاکستان له امنيتي ارګانو څخه لادرکه سي او دوی ئې د نيولو وس نه لري، د احتجاج کونکو په وينا ترهغو به له دې ځايه ستانه نه سي ترڅو چي راو انور نيول سوی نه وي.

دا د قبایلو او پښتونخوا پښتنو د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل د خپل حق لپاره په یوه خوله ږغ پورته کړی او له یوه مخه په احتجاج سوي دي.

لاريون کونکي وايي “که يې پاکستاني واکمنو غوښتنې ونه منلې، پښتانه مجبور دي، چې بین الملل (نړيوالې ټولنې) ته خواست وکړي”.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې د نقيب مسيد د وژل کېدو پېښه به وڅېړي. د پاکستان سترې محکمې رییس د پېښې په تړاو له سند

که څه هم د پښتنو مخکښ ملتپال سیاسي مشران اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی تراوسه لاهم دغه احتجاج ته ورغلي نه دي، خو ګڼ ځوانان پلویان يې له دغو احتجاج کوونکو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او شپې ورځې يې له دې احتجاج کوونکو سره تېرېږي.