کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دشهيد داود كودتا او د هغه نظام ته يوه كتنه

دشهيد داود كودتا او د هغه نظام ته يوه كتنه

د چونګاښ ٢٦ په افغانستان كي دجمهوري نظام درامنځته كيدا كليزه ده چې له نن څخه شاوخوا ٣٥ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سردار محمد داود خان له لوري د يوې کودتا په ترڅ کې جمهوري نظام رامنځ ته اوشاهي نظام ړنګ سو .


داود خان د ١٣٥٢ لمريزکال د چونګاښ د مياشتې په ٢٦ نېټه د يوې کودتا په ترڅ کې  خپل د اکا دزوى ظاهرشاه څلوېښت کلن شاهي نظام ړنگ کړاوپرځاي يي دجمهوريت بنسټ كيښود .


سردارمحمد داود خان چې پخپله  دشاهي كورنۍ غړى و وروسته ترهغه دشاهي نظام په راپرځولولاس پوري كړچي شاه دهغه دسياسي فعاليتونودمخنيوي په موخه پرنوموړي يولړقانوني محدوديتونه ولګول .


د هغه مهال د اساسي قانون له مخې داود خان نسواي کولاى چې د هېواد په لوړو څوکيو کې دنده ترسره کړي اوداهغه څه ووچي دشاهي نظام پرضديي دسردارداودكركه راوپارول.


دشاهي نظام پرضد دسردارداوددكودتاترشايوبل لامل داګڼل كيږي چي ګواكي هغه غوښتل دهغه مهال له روان سياسي څپڅپانده حالت څخه خپل ځان او سلطنتي کورنۍ وباسي.


سردارداودپه دي پوهيده كه نظام بدلون ونه كړي نوكيداي سي دشاهي كورنۍ پرضدكورني اوبهرني مخالفتونه لازورواخلي اوبالاخردسلطنتي كورنۍ دبدنامۍ اووركيدالامل وګرځي .


ځكه هغه مهال دهيوادپه ځينوبرخوكي دموكراسي طلبه نهظتونه رامنځته سوي ول اوورو ورودخلكوزړونه له شاهي نظام نه په مړيدوول .


ترشاهي نظام راوروسته چي ترډيره يي ديكتاتورانه بڼه لرل ، د داود خان پنځه کلنه دموكراته جمهوري دوره د پرمختک او ابادۍ دوره ګڼل كيږي .


سردارمحمد داود خان په خپله دغه پنځه كلنه جمهوري دوره کې په حكومت دارۍ ، سياست اوټولنيزوعرصوكي يو شمېر اصلاحات رامنځته كړل .


دداودخان دجمهوريت په دوره كي د لومړي ځل لپاره د انډوليزې اقتصادي پراختيا اعلان چي په ترڅ كي يي په ټولو ولايتونو کې يوډول پراختيايي چارې پيل سوى هغه څه ووچي دسردارداودله حكومت سره يي دخلګوملاتړزيات كړ.


يوبل څه چي دسردارمحمدداود دجمهوري دوري ستره برياګڼل كيږي دهغه له لوري ديوي ځانګړي اقتصادي تګلاري جوړيدل و چي له مخي يي بهرنيوپانګوالوته زمينه مساعده سوه ترڅوپه افغانستان كي دننه په بيلابيلوبرخوكي پانګه اچونه وكړي .


په دي كارسره له يوه پلوه پراختيايي كارونو وسعت پيداكړاوله بلي خوا خلګوته كارپيداسوچي ترډيره ورباندي دخلګوپه ټولنيزاقتصادكي هم دپام وړبدلون رامنځته سو.


خوله دي هرڅه سره سره بياهم دسردارمحمد داود چمهوريت پرځاي پاته نه سوبلكي پنځه کاله وروسته دسردارداودحكومت هم راپورځول سوچي په ترڅ كي يي پخپله سردارمحمدداودهم شهيدكړل سو.


دسردارمحمد داود خان دحكومت پرضددكودتااودهغه دنظام دله منځته تګ دري عمده لاملونه شميرل كيږي.


لومړى دسردارمحمد داود ناسم اونامنظم بهرنى سياست ووچي ترډيره يي دده په خلاف بهرنى كركي راوزيږولي.


نامنظم په دي ماناچي نوموړي به ډيرژرخپل بهرنى سياست بدلاوه اوپه چټكۍ سره به يي دخپلواړيكومخ يوخوابل خوااړاوه.


د ښاغلي دادو خان د نظام په لومړي سر کې افغانستان يوازې له پخواني شوري اتحاد سره تاوده اړيکي درلودل،اوله لويديځواو گاونډيو هيوادونو سره يې اړيكي يومخ سړي وي ان تردي چي له پاكستان سره بيخي خبره تر جگړې رسيدلي وه .


سردارداود خان وروسته يودم خپلي پاليسۍ ته تغيروركړاو په دي هڅه كي سوترڅو له خپلو گاونډيانو او نړيوالو سره اړيکي ښي کړي.
نوموړي په همدې موخه سعودي عربستان،ايران او يو شمير نورو لويديځوهيوادونو ته سفرونه وکړل.
چي همدې كارپخواني شوروي اتحاد ته انديښنې واچولې اوهغه يي وپارول ترڅو په هيواكي دننه د خپلو ګوډاګيانو پرمټ د داود خان نظام وپرځوي.


دسردارمحمد داود خان دنظام دړنګيدو بل لامل د هغه په کابينې کې دجمهوريت غوښتونكوترمنځ خپل منځي اختلافات و، په هغوي كي ځينويي غوښتل چي دجمهوريت مخالفين چي  له بهرنيوهيوادونوسره هم اړيكي لري بايدله صحني ګوښه سي خوځينونورويي بياپردي كارسترګي پوټولي  .


پخپله دهغه په حكومت كي پرځينوڅوكيوهم كمونستان ول چي په حكومت كي دننه يي ورته ګڼي ستونزي رازيږولي.


دسردارمحمد داود دجمهوري نظام دړنګيدا دريم لامل دهغه سخت سري اوجديت و چي ترډيره به يي حكومتي تصميمونه په يوازي سرنيول اوداهغه څه ووچي دده په ملګرواوهم فكروكي يي هم درزونوته لاره هواره كړل.


كه هرڅه ووخود داود خان پنځه کلن جمهوري نظام بالاخرد ١٣٥٧ لمريز کال د غويي په اوومې نيټې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته د کمونيستي پوځ له لورې راوپرځول سو او پرځاي يي دشوروي پلوي خلق دموكراتيك ګوندحكومت دواك پرګدۍ كښيناست.


په کودتا کې داود خان د خپلې کورنۍ له شاوخوااتو غړو سره يوځاى ووژل سو چي تريوي مياشتي وړاندي پوري يي لاقبرمعلوم نه وو.


ايله يوه مياشت كيږي چي حکومت اعلان وکړچي د لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان او دهغه د کورنۍ د غړو مړي يې په کابل ښار کې په دوو ډليزو قبرونو کې موندلي دي .


دشهيدداوددمړي ترموندل كيدو څوورځي وروسته دشاهي كورنۍ بل لوي سړى اودپخواني پاچامحمدظاهرشاه زوم سردارولي هم ومړچي داسي تمه كيده مړى به يي دسردارمحمد داود له مړي سره يوځاي په نادخان تپه كي خاوروته وسپارل سي .


خودتمي خلاف دسردارولي مړى ښخ سومګردشهيدسردارمحمد داود دمړي دښخولوموضوع لاهم هغسي پرځاي پاته ده .


دكتونكوپه اند دشهيدسردارمحمد داود اوسردارولي دكورنيوترمنځ سرسخته دښمني ښايي ددي لامل سوي وي چي په مړينه هم دغه دوه سره داكازامن دښمنان ديوځاي ښخولوڅخه راوګرځوي.


حكومت ويلي دشهيدداود جسد په روغتون كي ترطبي معايناتولاندي دي ترڅوتشخيص سي ، خودادى يوه مياشته تيره سوه چي داسي بريښي لايي دتشخيص چاري نه دي پوره سوي .