کور / راپور / د ۲۰۱۶ کال د فرانسې په بريدکي تورن صلاح عبدالسلام نن محکمې ته وړاندي سو

د ۲۰۱۶ کال د فرانسې په بريدکي تورن صلاح عبدالسلام نن محکمې ته وړاندي سو

صلاح عبدالسلام چي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي د پاريس او بروکسل په بريدونو کي تورن دی نن په بروکسل کي محکمې ته راوړاندي سو، دا محکمه د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کي د ميډيا په وړاندي ترسره سوه.

خو عبدالسلام په دې محکمه کي د يادي محکمې پلاوي ته ځواب نه دی ورکړی، د غونډي په پيل کي عبدالسلام د محکمې د پلاوي مشري ته وويل چي پوښتنو ته به ئې ځواب ورنه کړي.

د محکمې د غونډي مشري خبري رسنۍ له دې منع کړې چي له عبدالسلام څخه عکسونه واخلي.

عبدالسلام په محکمه کي له دې تور سره مخ دی چي په ۲۰۱۶ کال کي ئې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي پر پوليسو هغه وخت ډزي وکړې چي کله هغوی غوښتل دی ونيسي.

تورن کس پرون په پاريس کي له يوه زندانه بروکسل ته په داسي حال کي انتقال سو چي د فرانسي ځانګړي ځواکونه په سيمه کي ځای پرځای سوي وه.

عبدالسلام به تر راتلونکي دوشنبې پوري هره ورځ د فرانسې په شمال کي د لوفيي زندان څخه تر بروکسل پوري د ځانګړو ځواکونو ترڅارني لاندي د ۱۵۰ کيلو متره په واټن لېږدول کېږي.

عبدالسلام به له دې وروسته په فرانسه کي د ۲۰۱۵ کال د بريدونو په تور محمکه سي چي ۱۳۰ کسان پکي ووژل سوه، خو تراوسه لا ددې محکمې نېټه نه ده په ډاګه سوې.

۲۹ کلن عبدالسلام په رسمي شکل د فرانسې په بريدونو کي تورن کس پېژندل سوی دی، نوموړی په بلجيم کي ونيول سو چي وروسته فرانسې ته وسپارل سو، نوموړي اروپا ته ترټولو مهم مطلوب کس وو، پر نوموړي دا تور دی چي د فرانسې لوبغالي ته ئې ځانمرګي بريدګر لېږدولي وه چي هغوی همالته ځانمرګي بريدونه وکړه.