کور / رسنۍ / د (کونډي زوی) فلم

د (کونډي زوی) فلم

لیکنه: سردار محمد همدرد

ډرامې او فلمونه په هر هېواد او ټولنه کې توپیر کوي. له کلتوري او مذهبي اړخه ژور فرق کوي؛ بلکې د ذوق له مخې هم سره متمیز دي. ځینې هېوادونه پر ډرامو، فلمونو او سریالونو زیاته پانګونه کوي، چې په دې برخه کې هندوستان او ترکیه د کرښې په سر کې راځي. مګر ځینو نورو هېوادونو بیا دې برخه ته چندانې پام نه دی کړی.

زما موخه مسلکي بحث کول نه دي؛ ځکه چې نه په دې برخه کې کافي مطالعه لرم او نه هم د ډرامو او فلمونو له زیاتو کتونکو څخه یم. ذوق هم له فلمي محتوا سره تړلی دی. ځینې خلک د جنګي فلمونو ډېر لېواله وي، چې زمونږ د هېواد خلک هم له دغه ډول فلمونو سره زیاته علاقه لري.

د پښتو ډرامو او فلمونو په تړاو مې له ماشومتوبه د بدر منېر نوم ډېر اورېده او فلمونو یې زیات نندارچیان درلودل. زه د بدر منېر پند ته احترام لرم؛ خو د نوموړي په فلم کې بربنډې ښځینه نڅاګانې، فحشا ته رشد ورکول او د دې تر څنګ په زیاتره ډرامو کې یې برماشۍ، زور، جنګ او جګړو ښه پیغام نه درلود، چې زه ورسره موافق نه وم. هغه په دې معنی، چې زمونږ ځوان او نوي نسل ته یې یوازې بې لاري، جنګ او جګړې او بدماشي ورښودله.

د نوموړي د فلم په لیدو تماشاچي فکر کوي، چې پښتونولي بس همدا ده، چې یوه پایڅه پورته او یوه ښکته، ټوپک په لاس او ځان هم وژنه، بل هم وژنه. تاسو به د پښتنو خوېندو د ګدر کیسې اورېدلې وي، چې هغوی مینه په ډېرې حیا سره کوله؛ مګر په دغه فلمونو کې بربنډتوب ښځینه عزت او ارزښت ته صدمه رسوي.

راځم پر اصلي موضوع بحث کوم. په پښتو فلمونو کې نور هم داسې کرکټرونه شته، چې د پښتون قوم د غرور او ارزښتونو نمایندګي کوي. چې له دې څخه امان الله ناصر، حبیب پانیزی او د دوی نور ملګري دي، چې د پښتو ډرامو ستیج ورباندې ښایسته دی. په افغانستان کې هم د ډرامو ځیني پخواني داسې کرکټرونه وو، چې د خپلې ټولنې ترجماني یې کوله؛ خو په دې برخه کې تر ټولو فلمونو، چې په واقیعت د افغانانو د کلتور، مذهب، احساساتو او رواجونو ترجمان فلم و، د (د کونډې زوی) و. د نوموړي فلم د ټولو اداکارانو رول د قدر وړل دی؛ خو په خاص ډول د ممنون مقصودي رول ډېر بې مثاله دی، چې د کونډې د زوی رول یې ادا کاوه. د ښاغلي مقصودي رول ډېر لوړ دی او لیدونکی داسې فکر کوي، چې دا فلم نه؛ بلکې حقیقت دی. ځانګړنه یې هم په همدې کې وه.

دا فلم ډېرې ځانګړنې لري. صحنې یې زیاتره طبیعي دي. زما په لومړي ځل کتلو سره دومره خوښ شو، چې بیا یې په تکرار ډول همېشه ګورم او خوند ترې اخلم. په دغه فلم کې د ټولنې د هغه ځوان محرومیت او بېچارګي انځور شوې ده، چې د بې کارۍ له وجې ښار ته ځي او یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي؛ خو ډېر ساده وي.

له ساده ګۍ څخه مې موخه عیب نه دی. ساده ګي یې هنریت لري او د رښتینولۍ او سپېڅلتوب په مانا ده. یاد فلم زمونږ د ټولنې یو ډېر مهم او اساسي ارزښت دی. اوس هم د دغه ډول فلمونو اړتیا زیاته لیدل کیږي. کاش ممنون مقصودي خپل دې لوی خدمت ته دوام ورکړی وئ، څو مونږ خپل محصول، ټولنه، رواجونه او فرهنګ خوندي کړی وئ.

افغانانو پخوا ډېر هندي فلمونه کتل. هغه فلمونه زمونږ د ټولنې سره له مذهبي او کلتوري اړخه په ټکر کې وو او د ټولنې لپاره په ګټه نه وو او نه دي. په دې وروستیو کلونو کې ترکیه د سینما په ډګر کې ځلېدلې ده، چې په مذهبي او کلتوري اساس تر هندي سینما ښه دي. خو بیا هم زه په پردیو سریالونو ډېر خوشاله نه یم، ځکه چې زمونږ خپل محصول نه دی. زمونږ په ټولنه کې زمونږ خپل ممثلین د خپلې ټولنې ښه ترجماني کولای شي. په پای کې پر حکومت هم ژغ کوم، چې د خپلو ممثلینو د رشد او پرمختګ لپاره کار وکړي او له رسنیو څخه مې هم هیله همدا ده، چې د خپلو ممثلینو د تشویق لپاره کار وکړي.

په درنښت!