لوي څارنوال : ما استعفا نه ده کړې حامدکرزي په زوره وشړلم 
لوي څارنوال وايې ما استعفي نه ده کړي ولي حامدکرزي زه په زوره ځکه منفک کړم چې هغه پوهيږي چې په انتخاباتو کې يې رانه ګټي نو له همدې امله يې زه ګوښه کړم .
لوي څارنوال وويل چې کرزي زما دکانديدلو له خبره داسې ترتاثير لاندې راغلى چې شپږ ساعته يې هم زما کانديدل ونه شواي زغملاي .
لوي څارنوال عبدالجبار ثابت چې دتيره ورځ يې يوپه يو اعلان وکړ چې غواړي راتلوونکي ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان کانديد کړي اوله همدې لاري خلکوته خدمت وکړي .
لوي څارنوال په خپل نني کانفرانس کې وويل : (( زه نن ولسمشر دګل خانې ماڼۍ ته وروغوښتلم اوراته ويل يې چې تاولي استعفى کړي او ولي دسياسي فعاليت پيل کړي دي . ))
لوي څارنورال وويل چې هرڅومره ډير چې ما ورته وويل چې ما استعفى نه ده کړي اوزه به ستا اودستادحکومت دپاليسي سره سم خپلې چارې ترسره کوم ولي ده په ز وره په تکراري ډول راته ويل چې تا استعفي کړي اوماته منظوره ده .
لوي څارنوال وويل : (( زه غواړم ملت خبر کړم چې ما استعفى نه ده کړي ولي ولسمشر زه په زوره وشړلم اوراته يې وويل چې تا استعفي کړي زه به هيڅ کله استعفاو نه کړم .
لوي څارنوال وويل چې ولسمشر دده سره هيڅ همکاري نه ده اودتيرو دوکلونوپه موده کې چې لوي څارنوال وو ددې پرځاي چې قانون ماتوونکي پرسر دقانون په تطبيق کې همکاري وکړ ي ده به هغه کسان ترې خلاصول .
نوموړي په مشخصه توګه دهرات په ښاروال اودننګرهار والي يادکړل ده ويل چې دهرات ښاروال خيانت کړي وو اوهغه مې توقيف کاوه ده راته ويل چې مه يې توقيف کوه .
دغه راز هغه مهال چې ننګرهار ته ددخيانت کولوپه خاطر دتحقيق لپاره لاړم هلته دننګرهار والي پري نه ښودلم او ماولسمشر ته وويل ولي هغه هيڅ غمه ونه خوړه .
هغه وويل چې کيداي شي نورې توطيې هم راته جوړي شي خوده ويل چې په هرقيمت چې وي زه به حآن کانديد کوم اوزه به په انتخاباتو کې دخپل حق دترلاسه کولو لپاره دريږم .
نوموړي داهم وويل چې دشير پور دکورنو پرموضوع کې هم ولسمشر زماڅخه ملاتړ ونه کړ او په همدې خاطر دشيرپوردځمکې غاصبان او س هم ګرزي اوپيسي يې لاتراوسه نه دي ورکړي .
لوي څارنوال داهم وويل چې ماته نن دامريکي سفير زنګ وهلى وو اوراته ويل يې چې ولي داستعفاکړي ماورته ويل نه مې دکړي ولي زه کرزي په زوره لري کړم .