کور / راپور / مرستیال والي د کندهار د ساینس مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل

مرستیال والي د کندهار د ساینس مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل

د سه شنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب په داسي حال کي چي د پوهني او ښار جوړولو رئيسان، د مشرانو جرګې غړی سناتور ډاکټر محمود خاکرېزوال او يو شمېر نور مشران هم ورسره ملګري وه، د شهید محمد اکرم خاکریزوال په عالي لېسه کي د مرکز ساینس ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل.
مرستیال والي عبدالحنان منیب د ياد مرکز د بنسټ ډبرې ايښودلو پر مهال وویل، دا د هيواد په کچه دوهم مرکز دی چي په کندهار کي جوړېږي.
ښاغلي منیب وويل، د کندهار ساینس مرکز ودانۍ پر جوړېدو ۳۱،۹ ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي چي د کور او ښار جوړولو وزارت لخوا ورکول کېږي.
مرستيال والي په خپلو خبرو کي د يادي پروژې پيلېدل لويه لاسته راوړنه وبلل او وې ويل چي په دغه مرکز کي به د زون په کچه ښوونکي روزل کېږي.
بايد وویل سي چي د کندهار ساینس مرکز ودانۍ به ۱۷ خوني ولري او د يوه کال په جريان کي به يې د جوړېدو چاري بشپړي سي.