کور / راپور / ننګرهار: د حوزوي روغتون د جوړېدو چاري به ګړندۍ شي

ننګرهار: د حوزوي روغتون د جوړېدو چاري به ګړندۍ شي

ننګرهار والي د عامې روغتیا وزیر څخه په دې ولایت کې د نوي جوړیدونکې حوزوي روغتون په ګډون د یاد وزارت اړوند د ګڼ شمیر پروژو د چارو د ګړندیتوب غوښتنه وکړه.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو سره د لیدنې پر مهال د دې ولایت لپاره د نوي حوزوي روغتون د ودانۍ د جوړیدو د قرارداد چارې د ګړندیتوب ترڅنګ په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادې لیدنې پر مهال چې د دلوې په ۲۸مه د عامې روغتیا وزارت په مقام کې ترسره شوه،د ننګرهار والي سره په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي سایمې خوږیاڼی او امیرخان یار،د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی، د شورا غړو اجمل عمر،اسرالله مراد او اصحاب ولي مسلم،د ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او بیارغونې،ښار جوړونې، عامې روغتیا،کرنې او مالدارۍ او یو شمیر نورو مسؤلینو ملتیا کوله .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د حصارک ـ پيوې کنډو،شهیدانو مینې او د کوز کونړ د بډیالۍ سیمې د روغتیایي مرکزونو د ساختمان چارې د بشپړیدو په حال کې دي او د یادو مرکزونو لپاره یې د عملیاتي بودیجې د ځآنګړې کولو غوښتنه وکړه .

نوموړي همدا راز په ننګرهار کې د ښاري روغتیا یا Urban Health پروژې د پیل کولو،د حوزوي روغتون د روزونکو متخصیصینو لپاره د دولتي تشکیل د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې د ننګرهار روغتیا ادارې سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال د شیرزادو،هسکه مینې ، کوټ او بټي کوټ په ولسوالیو کې د نویو روغتیایي مرکزونو د تعمیر د جوړولو،درې سوو بسترونو ته د روږدو د درملنې روغتون ارتقاع کولو او د سعودي د خلکو له لورې د نسایي ولادي روغتون د چارو د ژر پیل کېدو په برخه کې خپل وړاندیزونه وکړل او همدا راز یې د اکمال تخصص د پروګرام لپاره د روزونکو متخصیصینو او زده کوونکو متخصیصینو لپاره د دولتي تشکیل د ورکړې غوښتنه هم وکړه .

د ولسي جرګې غړي امیرخان یار او سایمې خوږیانی،ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،محمد اجمل عمر او استاد اسرارالله مراد هم د خبرو پر مهال ننګرهار ولایت روغتیایي برخې ته د حکومتي تشکیل د زیاتوالې،د اړتیا له مخې د ادا او هیلنیټ تطبیق کوونکو مؤسسو له لورې درملو د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز وویل، له کډوالۍ د را ستنیدونکو کورنیو لپاره روغتیایي سهولتونو برابرولو، ،تشکیل زیاتوالې او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز یې د حوزوي روغتون د روزونکو متخصیصینو لپاره د پنځوس بستونو د تعدیل حکم ورکړ.

نوموړي همدا راز د ننګرهار د خلکو له استازو څخه وغوښتل،چې د دې ولایت روغتیایي برخې د ښه والې او په ریفورم سیستم کې د حوزوي روغتون شاملیدو په موخه د مالیې وزارت څخه د بودیجې په تر لاسه کولو کې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي .

د عامې روغتیا وزیر د نورو ولایتونو ترڅنګ د شته امکاناتو په ترڅ کې د ننګرهار روغتیایي برخې د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.