کور / طنز / (طنز)له ښاغلي کرزي سره لنډه مرکه

(طنز)له ښاغلي کرزي سره لنډه مرکه

مرکاوو (مرکه چي) : محمد کریم نور


ښاغلی کرزی، ښه راغلاست،څه حال دی؟
تنکیو، بس کراره بده ورځ ده .
س : ښاغلی کرزی، تاسې کولای شئ چې ځان زموږ لوستونکو ته وروپېژنئ ؟
ځ : زما نوم مستر کرزی، د \”یو اېس\”  او \”اې\”  (U S and A) له  کندهار سیټي څخه یم . زه د افګان ولمشري کاروبار مخ ته وړم . مانا دا چې ولسمشر یم .


س : ښاغلی  مسترزی، ولسمشر څه ته وایي؟
ځ : ولسمشر ولسمشر ته وایي . مانا دا چې د ټول ولس واک وځواک ورسره وي .


س : ښاغلی مسترزی، ماته خو داسې ښکارې لکه په کړن کې چې داسې نه وي . ځکه چې ستاسې واک او ځواک د یوه سفیر په پر تله هم کم دی ؟
ځ : زه خو ولمشر یم، او قواله یې هم پر لاس لرم . خو دا چې په چا یې منې، هغه زماپرابلم نه دی ، بلکې د خلکو دی .


س : ستاسې په مشرۍ کې خلکو څه لاس ته راوړل؟
ځ : داسې کسان شته ول چې د ډوډۍ خوراک خو پرېږده، چا په ټولنه کې هم نه پرېښوول .  زما په شتون کې نن ان وزیر، سفیر، ښاروال، ولسوال، دویم ولمشر، دریم ولسمشر، څلورم ولسمشر، پنځم ولسمشر، شپږم ولسمشر اووم ولسمشر . . .  زرم ولسمشر او همدارنګه نیاومن او داسې نور او داسې نور . . . . ترې جوړ شول .


س :  کولای شئ چې د \” او داسې نور او داسې نور\” پر ځای سپین او ډانګ پویلي ووایئ چې مطلب مو څه دی؟
ځ : لمړی دا چې زه د هرې پوښتنې ځواب نه شم کولای، ځکه چې زه هم \”ستر ولسمشر\” ته پازوالي لرم .  دویم دا چې  هره خبره  داسې سپینه  او هر څه په نامه درته یاد کړم  نو بیا \”او داسې نور او داسې نور\” د څه لپاره کارول کېږي؟ که مې ولسمشري بې ځواک ده،په ژبه کې مې ډېر سېک شته دی؟


س : ستاسې او د ښاغلي حکمتیار تر منځ کوم ناباندېتوبونه شتون لري چې  ان خبر تر ګرېوانه  ورسېده؟
ځ : زما او د ښاغلي حکومتیار تر منځ هېڅ مخالفت نشته .  کوم شی چې لږ و ډېر د یادولو وړ دي، هغه د ستر ولسمشر او د ښاغلي حکومتیار تر منځ څه ګیلې \”میلې\” دي .


س : نو ښاغلی حکمتیار څه غواړي او ستر مشر څه غواړي؟
ځ : که رښتیا درته ووایم زه سم خبر نه یم، خو دومره پوهېږم چې ستر ولسمشر \” د مور کوسي\” غواړي او ښاغلی حکومتیار پلارواکي .  زه په دې اند یم چې باید یوه ټولیزه منلې ژبه، یوه  ټولیزه قاعده او یو ټولیز جوړښت پیدا کړو او د هغې له مخې حکومت وکړو چې افغان ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځو .


س : ښاغلی حکمتیار خو بیا وایي چې په اوسنې دولت کې له اړتیا ډېرې (ی) ګانې شتون لري . د بېلګې په توګه، حامد کرزی، شاولي کرزی ، جمیل کرزی، کرزی  او  کرزی او کرزی او د دوی ملګری، هر یو  قانونی، ربانی، خلیلی، سپنتایی، سیافی، مسعودی، دوستمی، علومی، ګلابی، خلقی، شوله یی، بې دینی، کم دینی، او داسې نور بلا بتر .   له دې جملې باید ډېرې (ی) ګانې له منځه لاړې شي . په \”ځانګړې توګه لکي واله (ۍ) ګانې\” چې نه ځان پېژني نه بل .
ځ : نو ښاغلی حکومتیار د راشي او زموږ سره د یو ځای \”ټوللوټنې\” ته صندوق کېږدي چې څوک یې وړي .  دې ته حاجت نشته چې کوم تور ی  له منځه  لاړ شي .


س :  ښاغلی حکمتیار خو بیا وایي چې دولت په خپلواکو ټولټاکنو باور نه لري . ځکه چې دولت او ستاسې ستر ولسمشر پوهېږي چې ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د اسلامي ګوند مشر ټولټاکنې ګټي او یو اسلامي دولت جوړوي . نو ځکه هغه نه  ستاسې سیستم منلای شي او نه د ستر ولسمشر .  حکمتیار وایي چې د ښاغلي کرزي سیستم د ټولنې لپاره کاروړ نه دی . او بل دا چې ښاغلی حکمتیار، تر کوم ځایه چې دی پوهېږې او ماته یې دا څرګندونې کړې دي، وایي چې \”ګرجی بوش\”  (GORGE BUSH) شخصاَ َ له ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره له آره ډېر ناباندېتوبونه لري  . دی زیاتوي چې ګرجی بوش یوازې کرزی غواړي . په دې کې تاسې څه وایاست؟
ځ :  که حکومتیار وایي چې ټول لکي واله  د له منځه لاړ شي، نو بیا خو ژوبڼ خالي او ژوبڼپال خفه کېږيدی . او بله دا چې دی  د خپل نوم له \”ګلبدین حکمتیار\” څخه پر \”ګلبدین کرزي\” واړوي ، نه به ستر ولسمشر له  ده سره تاوتریخوالی ولري، نه نړۍ او نه دا \”ټولنه\” .


س : تاسې ګومان نه کوئ، که چېرې \”حکمتیار\” هم \”کرزی\” شي، نو بیا به پاو باندې یو درجن کرزیان او د دوی ملګرو غوندې لېونیان پر واک وي ؟
ځ : زه په کلکه د دې آیډییا (نظر) خاوند یم چې که چېرې \”ګلبدین کزری\” پر واک شو، نور ټول کرزیان او مرزیان او له مرزه لرې به بې واکه کړي .  خو بیا به هم ناکراري وي .  موږ باید له نړیوالي ټولنې سره، په ځانګړي ډول له سوپر پاور سره  یو ډول  مشترک قواعد، جوړښت او مشترکه سیاسي ژبه  پیدا کړو او له دوی سره ځانونه  د دوی  په ژبه او سیاست کې مرکب کړو .  یانې ګډ سیاست وکړو .


س : ښاغلی حکمتیار خو بیا په دې اند دی چې \”مرکب کېدل\” کومه ګټه نه لري . که یې درولودلای، نو د شمال ټلواله  به د روس او ایران پر آخور څه نا څه مړه شوي وای،  یا به  د حکومت بار لږ سپک شوی وای  او  یا به هم طالبان د آی اېس آی په پادو کې نه ګرځېدل . او دا رښتیا هم، د ژبې له نظره، د  مرکب کېدل تاوان دا دی چې د آر نوم \”نومنوږی\”  (جنس) هم نه پېژندل کېږي چې آیا دا نارینه دی که ښځینه .  ستاسې الواک (نظر) څه دی؟
ځ : که څه هم چې په داسې پېچلي ډېسکشن (بحث) کې زما نظر نه دی مهم،خو دومره ویلای شم چې حکومتیار د یو وړاندیز وکړي، مګر پر دې کاندېشن (آړ) چې موږ ټول په واک کې برخه ولرو .


س : که چېرې حکمتیار  داسې  یو فورمول  وړاندې کړي چې له حامد کرزي څخه یوازې (ح) له کریم خلیلې څخه یوازې (ک)، له مسعود ضیا څخه یوازې (م)، له تنویر او صبغت الله څخه یوازې (ت)، له یونس قانوني څخه یوازې (ی) له احمد ولي څخه یوازې (ا) او له رباني څخه  به یوازې ( ر) راواخلو، د هر چا نوم چې  له دې تورو څخه جوړ شو، هغه د ولسمشر شي .  تاسې یې منئ؟
ځ : زموږ ټول دولت، له ارګ څخه یې راونیسه تر ښاروالي، تر یوه واړه دوتره، ټول  \”بې فورموله\” دي .  زه د نه پر فورمول درپوهېږم نه یې منم .  او هلکه موضوع  چېنج کړه  (واړوه) چې زړه  مې له فورمول څخه  په تنګ شو .


س :  ښه دا راته ویلای شئ چې د پښتنو په استازیتوب مو پښتنو ته کوم نیک کار وکړ؟
ځ : یاغیان او باغیان مې ورک کړل . د پښتنو بې نمرې کورونه مې وران کړل . په هر کلي کې مې ډېر کاروبار  ورته پیدا کړ . څوک د مړو خښولو په کاروبار لګیا دي . بس چا له آی اېس آی سره ځانونه شامل کړل او ډېر نامیان بس د سو اَ ساید بم  یا افتخاري ځان کړونې بېزنېس کوي .


س : د بېزنس مخه خو به یې ونیول شي، دغه د وران کورونه به یې څوک ورته جوړ کړي؟
ځ : دا نو په دې پورې ډېپېنډ ( اړه) لري چې دوی زما پلوي کوي که نه؟


س : آیا د کورونو ورانښت  د دې له دې امله وو چې پښتنو ستاسو پلوي نه کوله او یا که غواړئ چې پښتنو ته نوي کورونه ودان کړئ؟
ځ :  کورونو ځکه وران شول چې ورانښت خو اسانه دی . په دې کې پلوي او مخالفت کوم رول نه درلود .  او  جوړښت خو ته پوهېږې چې څومره سخت کار دی . وګوره چې په اوو کالو کې یوازې یو سرینا هوټل جوړ شوی .  اندرستند (پوه شوې)؟


س : آیا تاسې فکر کوی چې \” د مور کوسي\” د افغانانو لپاره کاروړ حکومتي سیستم دی؟
ځ : د مور کوسي به ته ورته وایي، خو چې هر څه ده، \”ښه کوسي\” خو ده .  بې شرف او بې ایمانه د نکتایي څښتن شو، غل، دووس  . . . مارشال شو . او داسې نور او داسې نور .


س : آیا تاسې بیا غواړئ چې ځان \”ولسځپۍ\”  ته نوماند کړئ؟
ځ : لا تر اوسه نه ده مالومه، خو زه به له مشر ولسمشر سره وغږیږم .


س : تاسې افغانانو ته څه پیغام لرئ؟ کوم شعر وي، کومه لنډۍ وي؟
ځ : یا مې تور لکه \”اوبامه\” یا مې سور لکه \”مکېن\” کړي
یا  افګان یا امریکن کړي، خو چې مشر د افغان شم


نور : آداب آداب ښاغلی مستر زی
کرزی : چې داسې ده یوه لنډۍ هم درواخله :
که تاسې روغ لېونیان نه شوئ
بیا مې د بنګو تجار مه بولئ مینو