کور / خبرتیا او پيغامونه / د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام

د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام

سه شنبه، د کب ۱- کابل

ژبه د افهام او تفهیم او د پېژندنې یوه مهمه وسیله ده. د خدايي خلقت له مخې ولسونه په مختلفو ډلو کې پیدا شوي او هر یو یې ځانګړې ژبه لري، چې پوهاوی رامنځته کوي او ټولنیز اړیکي جوړوي.

نړۍ د ژبې اهمیت ته په کتو یوه ورځ په دې نامه کړې او هر کال یې نمانځي. سږکال دا ورځ (د ژبو تعدد د دوامدار پرمختګ لپاره) تر شعار لاندې نمانځل کېږي. موخه یې داده، چې په نړۍ کې د ژبو ډېروالی یا تکثر ددې پرځای، چې د پرمختګ د مخنیوونکې قوې په توګه یاد شي، برعکس د روانې زریزې د دوامدار پرمختګ د اړتیا په توګه په ګوته شي.

څېړنې ښيي، چې تر راتلونکو څو نسلونو پورې به د نړۍ د ژوندیو شاوخوا ۷۰۰۰ ژبو له جملې، له ۵۰ سلنې ډېرې له منځه ولاړې شي. دا په دې مانا ده، چې ډېری هغه ژبې، چې په پرمختګ، نړیوالتوب، نړیوال سیاست، نړیواله پالیسۍ او نړیوال اقتصاد کې اغېز نه لري له منځه ځي او میلیونونه خلک به له خپلو مورنیو ژبو بې برخې شي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان د یوه مهم غړي په توګه ژمن دی، چې ددې ژبو په ساتنه کې هڅې وکړي، په تېره بیا زموږ په هیواد کې د موجودو شاوخوا ۳۵ ژبو. موږ دا ژبې د خپل هیواد د ټولنیز او کلتوري جوړښت ښکلي رنګونه بولو، چې زموږ ټولنې ته یې ځانګړې ښکلا وربښلې ده.

پوهنې وزارت د نوي نسل د روزونکي په توګه په جدي ډول کار کوي، چې هر ماشوم ته په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر کړي او په دې ډول لږ تر لږه په خپله ټولنه کې د موجودو ژبو د بقا او اهمیت ډاډ رامنځته کړي. د هیواد د اساسي قانون ۴۳ ماده وايي، چې دولت مکلف دی د مورنیو ژبو د تدریس امکانات رامنځته کړي. د قانون دې مادې ته په کتو پوهنې وزارت د هیواد په ګوټ ګوټ کې په هغو سیمو کې، چې اکثریت وګړي یې په یوه ځانګړې ژبه خبرې کوي د زده کړو امکانات برابر کړي.

ددې ترڅنګ یې د ۸ هغو ژبو لپاره، چې په اساسي قانون کې د درېمو رسمي ژبو په نامه نومول شوي، د تدریس امکانات برابر کړي، کتابونه یې ورته لیکلي او چاپ کړي او ښوونکي یې ورته استخدام کړي دي. په ورته وخت کې پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د پښتو او دري ژبو ویونکو ماشومانو لپاره ددوی په خپله ژبه ښوونځي او ټولګي ایجاد کړي او دا پالیسي په قوت سره تعقیبېږي.

موږ دې ته ژمن یو، چې د بشري اړتیا، اساسي قانون او د خپل ولس د غوښتنې له مخې په دې برخه کې کار ته دوام ورکړو. له ټولو هغو ټولنو، مراکزو، علمي سرچینو او اشخاصو مننه کوو، چې په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او لایې هم کوي.

دداسې یوه کال په هیله، چې د هرې ژبې ویونکی په کې خوښ، خوشاله او بریالی واوسي.

درنښت

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

د پوهنې وزارت سرپرست