کور / راپور / د لوګر ولایت لپاره نوی والي محمد انور اسحاق زی معرفي او پخواني والي محمدحلیم فدایي مخه ښه وکړه.

د لوګر ولایت لپاره نوی والي محمد انور اسحاق زی معرفي او پخواني والي محمدحلیم فدایي مخه ښه وکړه.

 د لوګر ولایت لپاره نوی والي الحاج محمد انور اسحاق زی معرفي او د پخواني والي محمد حلیم فدایي د مخه ښې په مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو مرسیتال عبدالباقي پوپل، د ولسمشر سلاکار محمد علم راسخ،ولسي جرګې غړې شکیلا هاشمي،ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي اود شورا ټولو غړو،د استناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل،د څلورمې پلې لوا قومندان، د لوګر په سلګونه قومي مشرانو، علماوو،ځوانانو، میرمنو،مدني ټولنو او رسنیو ګډون کړی و. د ولایتي شورا رئیس میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پخواني والي د تیرو دوه کالونو او اته میاشتو کارونه چې د لوګر بڼه یې بدله کړې وستایل او نوي والي ته یې د مبارکۍ تر څنګ د کامیابۍ هیله وکړه. ورپسې قومي مشرانو ملک شاه جهان او سید نثار علي موسوي خبرې وکړې او د پخواني والي کار، مدیرت، اخلاق، انسانیت، سړیتوب او ولس سره حسنه اړیکې وستایلې او نوي والي ته یې هم د بریالیتوب دوعا وکړه. د سولې ولایتي کمیټې مشر مولوي اسدالله حنیف د علماوو په استازولۍ هم نوي والي ته مبارکي او په کارونو کې یې د بریالیتوب دوعا ورته وکړه، حنیف پخوانی والي د هیواد یوه ستره سرمایه یاده کړه او دوعا یې وکړه چې د لوګر ټول ولس دده څخه راضي دی او خدای پاک دې له ده څخه راضي شي. د ولسي پاڅون کوونکو مشر سید فرهاد اکبري په دتیرو دوه کالونو او اته میاشتو کې د لوګر والي لاسته راوړنې چې په نتیجه کې ۱۲۰۰ په شاوخوا کې پروژې په لوګر ولایت کې پلې کړي مننه وکړه، هغه وړاندې زیاته کړه چې د لوګر په تاریخ کې دومره خدمت چاندي کړي همدارنګه اکبري نوي والي ته هم د مبارکۍ ترڅنګ د کامیابۍ دوعا وکړه. د کوچیانو په استازولۍ حاجي سالم نعیم زوی پخوانی والي یو عالم، مدبر، زړه سواند او په ټولو قومي ابجدو پوه شخص یاد کړ چې دده په دوره کې هیڅوک د ده څخه ندی خفه شوي او نوي والي ته یې د بریالیتوب دوعا وکړه. د استناف محکمې رئیس هم په وار سره نوي والي ته مبارکي وویله او د پخواني والي د کارونو ترڅنګ یې دده ښه همغږي او رهبري وستایله. د امنیتي ځواکونو په استازولۍ د څلورمې پلې لوا قومندان هم نوي والي ته ښه راغلاست وویل او پخوانی والي یې خپل یو استاد یاد کړ او زیاته یې کړه چې په تیره دوره کې دده څخه مونږ ډیر څه زده کړل او مونږ ته به یې د یو قدم په مقابل کې سل قدمه امتیاز راکولو. د ولسي جرګې وکیلې شکیلا هاشمي هم په نوبت سره د لوګر نوی والي یو قومي او باتجربه شخص یاد کړ او د بریالیتوب دوعا یې ورته وکړه او د پخواني والي په هکله یې وویل یو وخت دا د وردګو والي وو مونږ به ویل کاش دا زمونږ والي وای خو بلاخره دا ارمان مو پوره شو او اوس دده د خدمت شاهدان یو. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مرستیال د نوي والي د مقررۍ حکم ولوسته او زیاته یې کړه چې نوی والي محمد انور خان اسحاق زی د اقا محمد ځوی چې پخوا د بادغیس والي وو او د پوره تجربې خاوند دی د جلالتماب ولسمشر د ۸۴۶ نمبر حکم په اساس د لوګر د والي په توګه وټاکل شو. پوپل هم نوي والي ته مبارکي وویله او پخوانی والي یې د هیواد یو ویاړ یاد کړچې په همدې اساس سیمه ییزو ارګانونو اداره دده کارونه ستایې او ترینه مننه کوي. ښاغلي پوپل وویل چې مونږ په راتلونکې کال کې د ښاروالۍ په برخه کې د ۵ لکه ډالرو پروژې منظور کړیدي. د لوګر پخواني والي غونډې ته په خپلو خبرو کې لومړی د لوګر ولایت له ټولو محلي، امنیتي،عدلي او قضایي،ملي شورا او ولایتي شورا غړو او د لوګر ولایت د ټولو اوسیدونکو مننه وکړه چې په تیرو دوه کالونو او اته میاشتو کې یې دده سره په پوره اخلاص همکاري کړیده. فدایي وړاندې وویل زما د لومړۍ ورځې خبر وه چې زه وعده نه بلکې اراده لرم د کار لپاره او همدارنګه د محسوسو او ملموسو خدمات وړاندې کول غواړم، امرانه زهنیت په خادمانه زهنیت بدلول،د خلکو په خوښه نه بلکې د هغوی په ګټه کار کوم، عصري او عنعنوي حکومتولۍ پلي کول غواړو والي وړاندې وویل چې زه د ولسمشر په یو پارچه راغلی یم او په یوه پارچه بیرته ځم او له هغو سیاسیونو نه یم چې نظام په پیسو ځان چاغ کړي او بیا نظام چیلنجوي هغه وړاندې زیاته کړه چې زه د ولسمشر هر امر ته احترام لرم که چیرته ما د هیواد د یو عسکر په توګه هرې سیمې ته ولیږي هم زه ورته تیار او خدمت ته اماده یم. والي په پای کې د لوګر په ټول ولس غږ وکړه که سل کاله وروسته مو هم ثابته کړه چې ما خیانت کړیدی نو ما په دار وځړوۍ. د لوګر نوي والي محمدانور خان اسحاق زي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې زه د ولس خادم او خدمتګار یم او زه د ډیرو خبرو پر ځای عمل کوم او زما دروازه به همیشه د ولس پر مخ خلاصه وي او په هره برخه کې به د ولس له مشورې بغیر کار نکوم. زما تاسو سره تعهد دی چې خیانت به نکوم او دوالي په توګه نه بلکې د خدمتګار په توګه به تاسو ته کار کوم . والي له ولس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولس له همکارۍ پرته امنیت نشو را وستلای. ښاغلي والي په ټولو امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د خلکو په زړونو حکومت وکړۍ نه په ټوپک سره. وروسته د ولایت مخکیني والي ته د لوګر ولایت د مختلفوقومونو، دولتي ادارو او ځوانانو لخوا په ستاینلیکونو،مننلیکونو او ډالیو سره ونازول شو او نوي والي ته هم لونګۍ او ډالۍ ورکړل شوې. په پای کې نوی والي د ټولو مسولینو لخوا په څوکۍ سره کینول شو او رسما یې پر دنده پیل وکړ.