د اټومي پاته شونو په اړه د افغانستان د جمهوري رياست حکم
د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست
د هېواد په جنوب لویدیځ کې د اتومي پاتې شونو د ښخولو د شايعاتو په
اړوند دحقیقت موندونکي پلاوي د ګومارلو په اړه
حکم
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له بهر څخه د کندهار او هلمند ولایتونو ځینو سیموته د اتومي پاتې شونو د انتقال او ښخولو د شايعاتو او ګونګوسو خپریدل، د افغانستان د مسلمان ملت د اندیښنې او نگرانۍ سبب شوي دي.
پرانسانانو، حیواناتو او نباتاتو د هغو د وژونکو اغیزو او رادیواکتیفي وړانګو د بالقوي خطرونو په پام کې نیولو سره، د اساسي قانون مطابق د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مکلیفیتونو څخه ده چې د خلکو د اندیښنو او نګرانیو د رفع کولو په خاطر، له شته وو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د نړیوال اتومي اژانس د همکارۍ په جلبولو سره، د اتومي وړانگو له زیان رسونکو اغیزو څخه د هېواد د اتباعو د ساتنې په منظور، لازم او اړین تدبیرونه ونیسي، څو دګاونډیو ولایتونو او په ټولیزه توګه د هېواد ټول درانه اوسیدونکي په پوره امنیت کې ژوند وکړي.
له دې امله، د اتومي پاتې شونو د ښخولو په اړوند د خپرو شویو اوازو او شايعاتو د حقیقت موندنې په خاطر، حقیقت موندنکی پلاوی، د پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهاند غلام صدیق محبي، د معدنونو، د عامې روغتیا، ملي دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، د ملي امنیت او چاپیریال ساتنې د لویو ریاستونو د مسلکي او واکمنو استازو په ګډون، د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمیسیون د رئیس عبدالحی نظیفي تر مشرۍ لاندی منظوروم.
پلاوی دنده لري، چې د اتومي پاتې شونو او فضلاتو د احتمالي ښخولو او له هغې څخه د ناشي رادیواکتیفي وړانګو د خپریدو څرنګوالی په شكمنو سیمو کې له تخنیکي، علمي امکاناتو او د اوسیدونکو له مشاهداتو نه په استفادې سره، په دقیقه توګه و څیړي او پایلې یې له مشخص نظرسره د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي، تر څو د خپرو شويو شايعاتو صحت او سقم معلوم شي.
د پلاوي مادي، تخنیکي، امنیتي تامینات او لیږدول د څیړنو له پیل څخه تر پایه د ملي دفاع وزارت دنده ده.
حامد کرزی
د افغانستان اسلامي جمهوریت رییس