کور / راپور / افغان ولسمشر اشرف غني :د کابل پروسي په ناسته کي به د طالبانو او پاکستان سره د سولي تفصيلي وړانديز رامخي ته کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني :د کابل پروسي په ناسته کي به د طالبانو او پاکستان سره د سولي تفصيلي وړانديز رامخي ته کړي.

اشرف غني نن د سې شنبې په ورځ پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي:  “سبا کابل ښار د کابل پروسې د ناستې کوربه دی. زه به د ملي وحدت حکومت په استازیتوب طالبانو او پاكستان سره د سولې تفصيلي پیشنهاد وړاندي کړم.”

ښاغلی غني پر داسي مهال د سولي په هکله څرګندوني کوي چي تېره ورځ طالبانو وويل چي دوی د امريکا سره د سولي خبرو ته چمتو دي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزات وايي، تمه ده سبا په کابل کي د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د ۲۸ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستيالان او د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي سره جرګه سي، ترڅو په افغانستان کي د سولي پر ممکنه لارو چارو وږغېږي. په همدې موخه به د فبروري پر ۲۸ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې رسمي رخصتي وي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو لپاره په کابل ښار کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او نن د سه شنبې په ورځ هم د ښار د ځینو برخو سړکونه د ټرافیکو پرمخ تړل سوي وه.

په کابل پروسه کي به افغان حکومت د کنفراس برخه والو ته د خپل لوري د سولي نوی پلان هم وړاندې کړي.

همدا راز په دې کنفراس کي تر ډیره د اقتصادي مسائلو، د نړیوال تروریزم سره د مبارزې او سولې ته د رسیدلو پر لارو چارو هم بحث کيږي.