کور / سياسي / حکمتيار د ډاکټر نجيب پر پله!

حکمتيار د ډاکټر نجيب پر پله!

لیکوال: ح حقوېش،

حکمتيار هغه خبري کوي، د کومو خبرو سره چي یې دوه لسیزي وړاندي اختلاف درلود، او د جنګ لاره یې ورسره غوره کړې وه چي په پایله کې د دواړو خواو څخه افغانان وؤژل شول، حکمتیار له نیویارک ټایمز سره په خبرو کي ویلي، چي له طالبانو سره دي د سولي په موخه دغه ډلي ته ځينې سیمي په واک کي ورکړل شي. دده په خبره پر دغو سیمو دي د سولي سیمي نوم کېښودل شي او له هغه ځایه دي ټول بهرني او دولتي ځواکونه و ایستل شي. حکمتيار زیاته کړې، یادي سیمي باید امني وي او څوک پکښې د لاسوهني حق و نه لري. د حکمتیار په وینا، په دي توګه به وسلوال طالبان هلته له حکومت سره خبري کوي او د جګړو د پای ته رسولو لپاره به خپل پلانونه تنظیموي. نوموړی وایي د جګړې په ډګر کي سوله نه کېږي او د سولي لپاره امنو سیمو ته اړتیا ده. حکمتیار پخپله مرکه کي ویلي چي دغه مشوره یې اولسمشر اشرف غني ته هم ورکړې او هغه ورسره منلې ده.

همدا کار ډاکټر نجیب له نن څخه دوه لیسزي وړاندي د مجاهدینو سره د ملي روغي جوړي په هکله وکړ. چي د مجاهدینو په ډلو کې خاس د حکمتیار سره خبري کولې، چي څو د سولي خبرو اترو ته ورسیږي. نو د مجاهدینو لپاره یې له ځینو سیمو خپل ځواکونه و ايستل. تر ټولو لومړی یې د کنړ ولایت ورته وسپاره. څو دوی یوه سوچه اسلامي اداره جوړه کړي بیا یې ننګرهار، لغمان، نورستان او نور ولایتونو هم د نمونې په ډول ورته وسپارل. که څه هم ډاکټر نجیب یوه غټه تېروتنه وکړه چي په پایله کې خپل بشپړ واک له لاسه ورکړ. د هغه د ملي روغي جوړي څخه حکمتیار ښه فرصت تر لاسه کړ، او د ډاکټر نجیب څپېڅلی مرام یې تر خاورو لاندي کړ. چي په دې وخت کي د حکمتیار سره پردیو کړیو هم ملتیا کوله.

خو اوس حکمتیار وایي چي اشرف غني دي هم طالبانو ته د سولي په هکله ځینې سیمي په واک کي ورکړي. حکمتیارصېب دا سیمي چي طالبانو ته په لاس کي ورکړل شي ستا په باور هغه به ناوړه استفاده ورڅخه وانخلي، لکه څنګه چي تا د ډاکټر نجیب له خبرو څخه واخيسته! که څنګه؟ که دا ستا او د پرديو کړيو يو بل نوى پلان دې، او د پرمختګ چاري يې ته په مخه بيايي،

کومي خبري چي ته کوې دا د امریکا پخوانۍ طرحه ده، چي د پخواني حکومت پر مهال هم څو ځله مطرح شوې، خو د هغه مهال حکومت له مخالفت سره مخ شوې وه. چي له دې لاري سوله نه راځي بلکې دا یوازي د افغانستان د ټوټه کېدو لامل کیږي.

او دا طرحه Tobias Ellwood چي يو انګلیس دی په 2011ز کال کې دا وړاندیځ کړی وٶ، چي افغانستان به په اتو(8) فيډرالو سيمو ویشي چي ځينې برخي به یې طالبانو ته ور کول کیږي . دغي طرحي ته يې د Plan C نوم ور کړی وٶ.

دغه اته فيدرالي ایالتونه به عبارت وي له کابل ، کندهار ، هرات ، کندز ، خوست ، جلال اباد ، بامیان او مزار شریف څخه چي اساس به یې قومونه تشکیلوي!

که دا سيمي طالبانو ته په لاس ورکړل شي نو موږ په لوى لاس يو بل نوى جنګ افغانستان ته رادننه کړ او خپل ځان مو د شامار په خوله کي ورکړ، دلته به پرديو کړيو ته پراخه ضمينه برابره شي څو دوى وکولى شي خپلو شومو ته په اساني سره په افغانستان کي دننه لاسى ولري، طالبان به له دې ځاى څخه د پرديو په مټ تقويه کيږي، نه به بيا موږ په کوم بل ګاونډي هېواد نوکه لرو نه به ورنه غوښتنه لرو چي په سوله کي همکاري راسره وکړي او خپل منځي جنګ ته به په يوه نوې طريقه ننوځو.