کور / راپور / د زابل ولايت چارواکي: د ولسوالیو سړکونه او پلونه به ورغول سي

د زابل ولايت چارواکي: د ولسوالیو سړکونه او پلونه به ورغول سي

.د زابل والي خیال محمد حسیني د میزاني ولسوالۍ دیو شمیر پلونو او پلچکونو دجوړیدو پرمهال وويل، چي د میزاني ولسوالۍ سړک څو کلونه وړاندې په پاخه او اساسي ډول جوړ سوی وو چي اوس ئې یو شمیر برخي او پلچکونه د وسله والو له لوري تخریب سوي دي  او ولایتي اداره ئې اوس دجوړیدو کار پیل کړی دی.

 د زابل والي زیاته کړه چي پر دې لاره نه یوازي د میزاني ولسوالۍ اوسیدونکي تګ راتګ کوي بلکي دارغنداب او دایچوپان ولسوالۍ اوسیدونکي هم له دې لاري ګټه اخلي .

د زابل والي هیله وښوده چي قومي مشران او دیني عالمان به دوسله والو طالبانو سره خبري وکړي ترڅو عامه المنفعه ځایونه وران نه کړي،ځکه چي ګټه ئې یوازي عامو خلکو ته رسیږي .

دیادوني وړده چي ددې سفر پر مهال دزابل دولایتي شورا ریس عطامحمد حقبیان، ددوهمي پلي لیوا قوماندان برید جنرال صدیق الله صابري، امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزي،د مل امنیت ریس برید جنرال احمدګل رسولي او دټولګټو چارو ریس صدیق الله رحیمي یې ملتیا کوله.