کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي د پاکستان پوځ  د کوټي د غونډي د خرابولو هڅې کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي د پاکستان پوځ  د کوټي د غونډي د خرابولو هڅې کوي

پښتون ساتني غورځنګ په پام کي لري چي د مارچ په نهمه نېټه په ږوب کي او په ۱۱م نېټه د کوټي په صادق شهید فټبال لوبغالي کي د خپلو غوښتنو لپاره پراخ لاريون وکړي.

د ياد غورځنګ مشر منظور پشتين امريکا راډيو ته ويلي:

“غورځنګ ئې د راتلونکي يکشنبې په ورځ دوې بجې په کوټه کي جلسه اعلان کړې ده خو پوځ پکې اوس خنډونه اچوي او په دغه ورځ ئې د لوبو پروګرامونه راجوړ کړي دي چې ځوانان ترې په لوبو کښې بوخت کړي”.

منظور پښتین وايي ، د کوټي د فوټبال لوبغاړي ورسره په اړيکه کي دي او تمه ده چي دوی به د پښتون غورځنګ د لاریون  دمخنيوي هڅې شنډې کړي .

منظور پښتین وايي د خپلو حقوقو د غوښتني لپاره لاريونونه ددوی قانوني حق دی او هيڅوک ئې له دې کاره نه سي نيولای.

پښتین او ورسره مل د ځوانانو کاروان به  کوټي ته د مارچ پر نهمه نېټه له ډېره اسماعیل خان څخه روانېږي. او په همدې ورځ به په ږوب کي يوې لويي غونډه کي ګډون کوي.

منظور پښتین وايی له دې وروسته به د غورځنګ کاروان لورالايي، کلا سيف الله، زیارت او د سویلي پښتونخوا نورو بیلا بیلو سیمو ته په جرګه ورځي او له دغه سیمو څخه به دځايي ځوانانوسره د مارچ پر ۱۱مه نېټه په کوټه کي به حتجاجي غونډه کي ګډون کوي.