کور / تازه خبرونه / د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر لاره د سوداګرو لپاره په تجربوي توګه پرانستل سوې ده

د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر لاره د سوداګرو لپاره په تجربوي توګه پرانستل سوې ده

دا دروازه چي د تورخم او سپين بولدک له لاري وروسته دريمه غټه سوداګريزه لاره ده له څو کلونو راپه دې خوا د پاکستاني حکومت له لوري بنده سوې وه.

غلام خان لاره د شمالي وزيرستان قبايلي سيمو لپاره حياتي ارزښت لري او د خوست ولايت او شمالي وزيرستان سره نښلوي.

د لاري د پرانستلو سره لومړۍ جوپه سوداګريز توکي خوست ولايت ته ورسېدل.

 ځايي سوداګرو د اوږدو مودې راهیسې له حکومت څخه د دې لارې د پرانستلو غوښتنه کوله.

کله کله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي وروسته پاکستانی حکومت پر افغان حکومت د فشار راوړلو په موخه د لري پښتونخوا څخه افغانستان ته د لاريو پرمخ لاره وتړي. چي په دې سره دوه اړخیزه سوداګري په سلو کې پنځوس راکمه سوې ده.

د افغانستان او پاکستان سوداګري په تېر دوه کالونو کې د ۲.۷ مليارده ډالرو څخه ۱.۲ مليارده ډالرو ته راکښته سوې ده.

پښتانه سوداګر وايي، ددغې لارې د تړل کېدو له امله ټول سوداګریز تاوان یواځې دوی ته رسېدلی.