کور / راپور / د امريکا لوی درستيز افغانستان ته راغلی دی

د امريکا لوی درستيز افغانستان ته راغلی دی

د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ پرون د مارچ پر ۱۹ افغانستان ته راغلی دی.

د ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي د جنرال ډانفورډ افغانستان ته  سفر د افغان ځواکونو سره د امريکا د ملاتړ د ارزولو لپاره دی.

د ډانفورډ په وينا هيواد يې د جنوبي اسيا لپاره د اعلان سوي ستراتېژي په عملي کولو کي جدي دي . او په همدارنګه به  د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي نن د افغان ولسمشر او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.

ډانفورډ په داسي وخت کي افغانستان ته سفر کوي چي په دې وروستيو کي  طالبانو ته  د سولي وړانديزونه سوي او د وړانديزونو په دې لړۍ کي طالبانو د افغان ولسمشر اشرف غني د سولي وړانديز ته چي د کابل پروسې په دوهمه غونډه کي يې وړاندي کړه غبرګون نه دی ښودلی خو د هرات د پخواني والي اسماعيل خان د سولي د وړانديز هرکلی يې کړی دی.

اسماعيل خان ويلي وو چي که طالبان د افغان حکومت سره د سولي خبرو ته نه تيارېږي نو د جهادي قومندانانو سره دي خبرو ته کښېني.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي د اسماعيل خان د سولي وړانديز ته هرکلی ويل سوی او طالبانو ويلي، د هرهغه چا سره خبرو ته کښېني چي افغانستان له بحرانه راباسي او د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه کوي.